Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په کابل کې د چین سفیر وانګ یو د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سره ولیدل

کابل (پژواک، ۲۲ سلواغه ۱۴۰۰): د چین سفیر وانګ یو وايي، د سیمې هېوادونو ته به ډاډ ورکړي چې د افغانستان نوی حکومت د سیمې له هېوادونو او نړۍ سره پر متقابل درناوي ولاړې اړیکې غواړي.

نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره په لیدنه کې کړې دي.

د کورنیو چارو وزارت په ټویټرپاڼه کې د دې لیدنې په اړه په خپاره شوي بیان کې راغلي چې دواړو لورو د چین او افغانستان پر مثبتو اړیکو خبرې کړې دي.

د چین سفیر په دې لیدنه کې وویل چې هېواد یې د افغانانو ترڅنګ ولاړ دی.

هغه زیاته کړه، چین به د سیمې هېوادونو ته ډاډ ورکړي چې د افغانستان نوی حکومت د سیمې له هېوادونو او نړۍ سره پر متقابل درناوي ولاړې اړیکې غواړي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د چین له بشري مرستو مننه وکړه له دغه هېواد سره یې پر مثبتو اړیکو ټینګار وکړ.

د یادونې ده، د چین سفیر تېره میاشت هم د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سره لیدلي وو او په افغانستان کې یې د افغانانو په خوښه د حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی و.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر بیا په دې لیدنه کې له چین څخه غوښتي وو چې د افغانستان له حکومت سره د نظام پر رسمیت پېژندنه کې مرسته وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.