ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل- جلال اباد پر لار د موټر چپه کېدو پېښه کې یو کس مړ او ۱۱ نور ټپیان شوي

د کابل- جلال اباد پر لار د موټر چپه کېدو پېښه کې یو کس مړ او ۱۱ نور ټپیان شوي

author avatar
11 Feb 2022 - 11:20
د کابل- جلال اباد پر لار د موټر چپه کېدو پېښه کې یو کس مړ او ۱۱ نور ټپیان شوي
author avatar
11 Feb 2022 - 11:20

جلال اباد (پژواک، ۲۲ سلواغه ۱۴۰۰): د کابل- جلال اباد پر لویه لار د یوه موټر چپه کېدو له امله یوه مېرمن مړه او ۱۱ نور کسان ټپيان شوي دي.

د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ویاند مولوي وحید لله محمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، پېښه تېر ماښام د دې لارې په اوږدو کې د لغمان ولایت اړوند د میاخان کڅ په سیمه کې شوې ده.

هغه زیاته کړه، یو بکسه موټر چې مسافر یې لېږدول، ماښام شپږ بجې له سړکه وتلی او چپه شوی، چې له امله یې یوه مېرمن مړه شوې او ۱۱ نور کسان ټپیان شوي دي.

ده وویل، د پېښې ځای ته د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ځواکونه پر وخت رسېدلي او ۱۱ ټپیان یې له لومړۍ روغتیايي مرستې وروسته د ننګرهار ولایت مرکزي روغتون ته لېږدولي دي.

دغه راز دی وايي چې مړه شوې مېرمن یې خپلو وارثانو ته سپارلې ده.

د لغمان د ترافیکو مدیر مولوي حبیب الله مبارز وايي، یاده ترافیکي پېښه د چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله شوې ده.

نوموړي دغه راز یادونه وکړه چې د کابل- جلال اباد لارې اړوند په کلکوټ سیمه کې هم تېر ماښام ترافیکي پېښه شوې چې له امله یې د یوه کرولا موټر ۴ سپرلي ټپيان شوي دي.

د کابل- جلال ابار پر لار وخت ناوخت د چلوونکو د بې احتیاطۍ او د سړک تنګوالي له امله ترافیکي پېښې کېږي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.