Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د تېر حکومت د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحیمي هېواد ته راستون شو

کابل (پژواک، ۲۳ سلواغه ۱۴۰۰): د پخواني حکومت د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحیمي کابل ته راغلی او نن یې په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان د سرپرست حکومت له چارواکو سره لیدلي دي.

رحیمي او د تېر حکومت ځینې نور چارواکي، په تېره زمري میاشت کې وروسته له هغه بېلابېلو هېوادونو ته ولاړل چې تېر حکومت ړنګ شو او ځای یې اوسني سرپرست حکومت ونیو.

د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د یادو کسانو له ډلې، د پخواني حکومت د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د مرکچي پلاوي غړی عبدالسلام رحیمي بېرته هېواد ته راستون شوی دی.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې نن د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي، د امربالمعروف او نهي عن المنکر سرپرست وزير شيخ محمد خالد الحنفي او د مرکچي پلاوي غړي انس حقاني په  یاد‏ وزارت کې، عبدالسلام رحیمي ته هرکلی ووایه.

سرچینې لیکلي چې امیرخان متقي هېواد ته د رحیمي په راتګ خوښي وښوده او په خپل وطن کې یې د باعزته ژوند کولو ډاډ ورکړ.

سرچینه زیاتوي چې متقي د هغو افغانانو د ژوند شرایطو په باب ‏هم اندېښنه څرګنده کړه چې له هېواده بهر په کمپونو کې سخت ژوند تېروي. هغه هیله څرګنده کړې چې له هېواده بهر افغانان وطن ته را وګرځي او په خپل وطن کې خوشحاله ژوند ولري.

متقي ویلي: «د نظر تفاوتونه یوه طبیعي چاره ده او اسلامي امارت ورته احترام لري، خو دین او وطن د ټولو مشترک دی او د افغانستان خدمت د ‏ټولو ګډه موخه ده.»

د پخواني حکومت د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د مرکچي پلاوي غړي عبدالسلام رحیمي په دغه کتنه کې ویلي: «خوښ یم چې خپل هېواد ته راغلم او له نوي حکومت سره راغلی مثبت بدلون د ستایلو او مننې وړ دی.»

رحیمي وایي چې د افغانستان سرپرست حکومت په ډېرو ‏کمو امکاناتو چارې روانې او ښې ساتلې دي او اوس مهال د افغانستان لپاره په کور د ننه او بهر د پام وړ ګواښونه او خنډونه شتون نه لري.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.