Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کابل امنیه قومانداني: له پولیسو سره نښته کې دوه «غله» ووژل شول

کابل (پژواک، ۲۳ سلواغه ۱۴۰۰): د کابل امنیه قومانداني وایي، د کابل ښار د پنځلسمې حوزې اړوند سیمه کې له امنیتي ځواکونو سره د «غلو» په نښته کې دوه «غله» وژل شوي او یو بل ټپی دی.

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وایي، امنيتي ځواکونو نن سهار درې وسله وال چې یو موټر یې غلا کړی و، د یادې حوزې اړوند د «اسپونو په څلور لاره» کې راوګرځول.

د ده په وینا، یادو درېیو تنو له امنيتي ځواکونو سره مقاومت وکړ، چې په پايله کې يې دوه تنه ووژل شول او يو بل یې ټپي شو.

د کابل د امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، تېره ورځ هم امنیتي ځواکونو د کابل ښار د څلورمې حوزې اړوند سیمه کې دوه تنه د غلاوو په تړاو ونیول او یو بل له پولیسو سره په نښته کې ټپي شوی و.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.