ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بایډن: که روسیه پر اوکراین برید وکړي، چټک ځواب به ورکړو

بایډن: که روسیه پر اوکراین برید وکړي، چټک ځواب به ورکړو

author avatar
13 Feb 2022 - 11:31
بایډن: که روسیه پر اوکراین برید وکړي، چټک ځواب به ورکړو
author avatar
13 Feb 2022 - 11:31

کابل (پژواک، ۲۴ سلواغه ۱۴۰۰): د امریکا ولسمشر له خپل روسي سيال سره په خبرو کې خبرداری ورکړی چې که روسيه پر اوکراين بريد وکړي، د امریکا او د دغه هېواد د متحدینو له غوڅ ځواب سره به مخ شي.

د سپینې ماڼۍ د اعلامیې له مخې، د امريکا متحده ایالتونو ولسمشر جوبایډن تېره ورځ د ټيلېفوني اړيکې پر مهال خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین ويلي چې که روسیه پر اوکراین برید وکړي، متحده ایالات او متحدین به یې روسیې ته چټک ځواب ورکړي او په لوړه بیه به ورته پرېوځي.

سرچینه زياتوي، د بایډن په خبره، برید به د پراخ بشري ناورین لامل شي او په نړيواله کچه به د روسیې ځای کمزوری کړي.

په اعلاميه کې راغلي، بایډن په واضح ډول ویلي چې امریکا په هغې کچه چې په ډيپلوماسي کې ګډون ته چمتو ده، په هماغه اندازه له خپلو متحدینو او نورو شریکانو سره نورو «سناریوګانو» ته هم چمتووالی لري.

د اعلامیې له مخې، بایډن له پوتین څخه غوښتي چې تاوتریخوالي ته د لمن وهلو پر ځای د تاوتریخوالي په کمولو او ډیپلوماسۍ کې برخه واخلي.

د راپورونو له مخې، امریکا، بریتانيا او جرمني په ګډون دوولسو هېوادونو خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې له اوکرايين څخه ووځي.

له دې سره سره چې مسکو په مکرر ډول پر اوکرايين د بريد پلان رد کړی، خو سره له دې يې هم له پولو سره څېرمه تر سل زره زيات سرتېري ځای پر ځای کړي دي.

بي بي سي وايي You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.