لښکرګاه (پژواک، ۲۴سلواغه ۱۴۰۰): د هلمند مرکز لښکرګاه کې د روږدو کسانو د درملنې سل بستريز روغتون مسوولان وايي چې د وروستيو پنځو مياشتو په اوږدو کې يې پر نشه یي توکو د روږدو ۴۶۰ کسانو درملنه کړې او خپلو کورنيو ته يې سپارلي دي.
د ياد روغتون امر ډاکټر محمدولي رحماني له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې اوس هم په ياد روغتون کې پر نشه یي توکو روږدي ۸۶کسان بستر او تر درملنې لاندې دي.
هغه زياتوي چې روږدو کسانو ته د درملنې پرمهال د سواد زده کړو کورسونه هم جوړ شوي.
دغه روغتون له څلورو کلونو راهيسې د روغتیا وزارت په چوکاټ کې فعاليت پيل کړی دی.
خو دی وايي چې دغه روغتون اوس د درملو له کمښت سره مخ دی.
نوموړي دغه راز وويل چې د هلمند له مرکزي زندان څخه به هغه ۸۰۰ پر نشه یي توکو روږدي کسان هم دغه روغتون ته د درملنې په موخه راوړل شي چې د ياد ولايت له بېلو بېلو برخو څخه د درملنې په موخه زندان ته وړل شوي دي.
د هلمند د عامي روغتیا ریاست مرسیتال ملا دادمحمد محمدي هم پژواک خبري اژانس ته وويل چې یاد روغتون د درملو له کمښت سره مخ دی.
خو نوموي زیاته کړه چې دوی عامې روغتیا وزارت ته د درملو د کمښت پوره کېدو تر څنګ ۲۰۰ بسترو ته د ياد روغتون د لوړېدو وړانديز هم کړی او هيله ده چې وزارت دغه وړاندیز ومني.
په یاد روغتون کې پر نشه یي توکو روږدي کسان هم له روغتیايي خدماتو څخه خوښ دي.
د لښکرګاه ښار اوسېدونکی حاجي محمد چې له یوې میاشتې راهيسې په ياد روغتون کې بستر دی پژواک ته وويل چې دی اوس روغ شوی او بیا نه غواړي چې نشې ته مخه کړي.
د میراجان په نوم يو بل کس هم چې په یاد روغتون کې تر درملنې لاندې دی وايي چې بې روزګاري پر نشه د روږدېدو لوی لامل دی.
میراجان وايي، چې که خلکو ته د کار زمینه برابره شي، نو هیڅکله به ځوانان نشې ته مخه نه کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP