مزارشريف (پژواک،۲۴ سلواغه ۱۴۰۰): د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د والیبال درې ورځنۍ سیالۍ چې د څلورو ولايتونو د شپږو لوبډلو ترمنځ پيل شوې وې نن د ننګرهار ولایت خراسان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
په دغه سیالۍ کې شپږو لوبډلو (کابل ښاروالۍ)، ننګرهار (خراسان پوهنتون)، کندوز او بلخ (کام ایر، کفایت او الفتح قول اردو) ګډون کړی وو، چې د دغو لوبو پایلوبې ته له بلخ څخه کام ایر ټیم او له ننګرهار څخه خراسان ټیم ووتل او پایله کې خراسان لوبډلې دغه اتلولي خپله کړه.
د شمال زون د والیبال فدراسیون رييس محمد نعیم ماهر پژواک ته وويل چې دغه سیالۍ یې د یو شمېر خصوصي شرکتونو په مالي ملاتړ د ولایتونو او لوبغاړو تر منځ د ښو اړیکو او د ورزش پياوړتیا او پراختیا په موخه پيل کړې وې.
هغه زیاتوي، چې دا مهال د دغې څانګې شاوخوا ۱۰۰۰ لوبغاړي د بلخ په مرکز او ولسوالیو کې په لوبو بوخت دي.
نوموړی همدارنګه د امکاناتو له نشتون څخه شکایت کوي او له حکومتي مسوولینو غواړي چې لوبغاړو ته د امکاناتو په برابرولو کې د دوی لاسنیوی وکړي.
د دغه فدراسیون لوبغاړي له دا ډول لوبو خوښ دي او زیاتوي چې دغه لوبې به په ملي او نړيواله کچه د خلکو او ورزشکارانو تر منځ مینه او خوښي ډېره کړي.
د بلخ د بدني روزنې عمومي مدیر محمدالله حماد وویل:" د ورزشي لوبو او لوبغاړو څخه د ملاتړ لپاره ځيني برنامې لرو چې په عملي کېدو سره به يې د ورزشکارانو ستونزې حل او د ورزش برخه کې مهم پرمختګونه وشي."
هغه زياته کړه چې په هېواد کې سراسري امنیت د ورزش د ودې لپاره یو مهم فرصت دی او له ورزشکارانو غواړي چې د ولایتونو او ولسوالیو تر منځ دې دغه ډول سیالۍ ترسره کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP