جلال اباد (پژواک، ۲۴ سلواغه ۱۴۰۰): د ننګرهار صرافان وايي چې د دغه ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې ناپېژانده وسله والو يو صراف پر ډزو وژلی دی.
د ننګرهار امنيتي مسوولين هم پېښه تاييدوي او د صرافانو او ولسي وګړو د خونديتوب په پار د اړينو اقداماتو د ترسره کېدو يادونه کوي.
د پېښې يو عيني شاهد سيد علي پژواک ته وويل چې د صرافۍ مارکېټ مخې ته ډزې شوې وروسته خلکو ګڼه ګوڼه جوړه کړه او وليدل شول چې يو صراف وژل شوی دی.
يو بل عيني شاهد غلام محمد وويل چې بريدګر له سيمې څخه وتښتېدل او لږ وروسته امنيتي مسوولين سيمې ته ورسېدل او ساحه يې کلابنده کړه.
په همدې حال کې د جلال اباد ښار د صرافانو د اتحاديې مشر غلام مصطفی رحيمي پژواک ته وويل چې د تېر په څېر په دغه ولايت کې د سوداګرو او صرافانو ژوند خوندي نه دی.
هغه له امنيتي مسوولينو وغوښتل چې د صرافانو او سوداګرو د امنيت خونديتوب لپاره جدي هلې ځلې وکړي.
په همدې حال کې د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر محمد طاهر مبارز ياده پېښه تاييدوي او وايي چې د صرافانو ترڅنګ د عامو خلکو د امنيت د ټينګښت لپاره جدي هلې ځلې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې هم د ننګرهار صرافانو د يوه صراف د تښتول کېدو په غبرګون کې د صرافي مارکېټ تړلى و او ويلي یې و چې د دوى پر وړاندې امنيتي خنډونه ډېر شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP