ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بهرني کامره مین پیټر ته نږدې کسان وايي، افغان حکومت دې پیټر خوشی کړي

بهرني کامره مین پیټر ته نږدې کسان وايي، افغان حکومت دې پیټر خوشی کړي

author avatar
14 Feb 2022 - 14:47
بهرني کامره مین پیټر ته نږدې کسان وايي، افغان حکومت دې پیټر خوشی کړي
author avatar
14 Feb 2022 - 14:47

کابل (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۰): یوه بهرني کمره مین پیټر جووینال «Peter Jouvenal » ته نږدې کسان په کابل کې د پیټر د نیولو ادعا کوي، روغتیا ته یې اندېښمن دي او د افغانستان له سرپرست حکومت څخه غواړي چې هغه خوشی کړي، خو حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یو راپور له مخې، بي بي سي کې د پیټر جووینل همکار، جان سیمپسون (John Simpson) ویلي چې ۶۴ کلن جووینل شاوخوا دوه میاشتې مخکې، پرته له دې چې تور یې څرګند شي، په کابل کې نیول شوی دی.

جان سیمپسون پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «هر څومره چې موږ دا پیغام ورسوو، هومره د دې امکان شته چې طالبان به هغه (پیټر جووینل) خوشی کړي. جووینل یوازې د خلکو د مرستې لپاره افغانستان کې و.»

د ډیویډ لوین په نوم پیټر جووینل ته بل نږدې کس هم لیکلي چې پیټر پرته له کوم تور څخه توقيف شوی او نه شي كولای چې له خپلې کورنۍ یا وکیل سره اړیکه ونيسي.

د هغه په وینا، پیټر جوونیل د ډېسمبر په لومړیو کې نیول شوی او کورنۍ او ملګري یې د خوندیتوب په اړه اندېښمن دي.

د ده د معلوماتو له مخې، جووینل د جرمني او بریتانیا تابعیتونه لري، له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې يې افغانستان ته د ازاد کمره مین، سوداګر او پانګوال په توګه سفرونه كړي، له افغانستان سره تر نورو ډېرو بهرنیانو ښه بلدیت لري، له یوې افغانې سره یې واده کړی او درې لوڼې لري.

د هغه په وینا، پیټر د خپلي دندې په اوږدو كې د عكاس او کامره مین په توګه له بېلابېلو افغان ادارو سره- چې په دې كې «د طالبانو لومړۍ دوره واكمني» هم شامله ده- په بې پرې توګه کار کړی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، پیټر په ۱۹۹۷ كال کې د سي ‌اېن ‌اېن (CNN) له ټلوېزيوني شبكې سره په هغې مركه كې د کامره مین په توګه كار كړی و چې د افغانستان په ختیځ کې يې له اسامه بن لادن سره درلوده.

سرچینه زیاتوي: «کله چې د ۲۰۰۱ کال په سپټمبر کې د طالبانو حکومت سقوط شو، د پیټر اړیکو د بي بي سي خبریال جان سمپسن د دې جوګه کړ، څو د لومړي خبریال په توګه دغه ښار ته د سقوط پر مهال ننوځي. هغه په کابل کې د «ګندمک لاج يا مېلمستون» پرانیست چې د ډېرو کلونو لپاره په افغانستان کې د خبریالانو، مرستندویه کارکوونکو او ډیپلوماتانو لپاره د ناستې او مجلس ځای و.»

هغه وایي: «د پیټر کورنۍ او د هغه ملګري پر دې باور دي چې ښایي پیټر په تېروتنه توقیف شوی وي؛ ځکه چې هغه افغانستان ته د کانونو د صنعت پانګونې او همدارنګه د خپلې کورنۍ لپاره تللی و. هغه په ښکاره کار کاوه او د له لوړپوړو طالب چارواکو سره یې په مکرر ډول ملاقاتونه کول.»

دی زیاتوي: «موږ په بېړنۍ توګه له افغان چارواكو غوښتنه کوو چې پیټر خوشی او ازاد کړي. هغه د وینې له لوړ فشار څخه رنځېږي او درملو ته اړتیا لري. د افغانستان په زندانونو کې د کوویډ – ۱۹ ناروغۍ خپرېدو لوی ګواښ هم شتون لري.»

ده د بریتانیې او المان پر حکومتونو، ملګرو ملتونو، سره صلیب او سرې میاشتې غږ کړی چې د پیټر د خوشي کېدو لپاره خپل وس هڅې وکړي.

پژواک خبري اژانس دغه موضوع د حکومت له ویاندویانو سره شریکه کړې، خو تر اوسه (د سلواغې ۲۵مه، له غرمې وروسته دوې بجې) یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.

Views: 183

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.