ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“اروپایي ټولنه د افغانستان د ښوونیز بهیر لپاره ۱۱ میلیون ډالر ځانګړي کوي”

“اروپایي ټولنه د افغانستان د ښوونیز بهیر لپاره ۱۱ میلیون ډالر ځانګړي کوي”

author avatar
16 Feb 2022 - 09:21
“اروپایي ټولنه د افغانستان د ښوونیز بهیر لپاره ۱۱ میلیون ډالر ځانګړي کوي”
author avatar
16 Feb 2022 - 09:21

کابل (پژواک، ۲۷ سلواغه ۱۴۰۰): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د اروپایي ټولنې استازو په قطر کې له افغان پلاوي سره په ناسته کې د افغانستان د ښوونیز بهیر لپاره د ۱۱ میلیون ډالرو د ځانګړې کېدو یادونه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان سرپرست حکومت لوړپوړي پلاوي او د اروپايي ټولنې  استازو تېره ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې ناسته وکړه.

سرچېنې لیکلي چې په دې ناسته کې په افغانستان کې د بشري او روغتیایي وضعیت، تعلیمي بهیر او اړتیاوو په باب طرحې، وړاندیزونه او معلومات سره شریک شول.

سرچینه زیاتوي چې افغان پلاوي له اروپايي ټولنې غوښتنه وکړه چې له افغانستان سره په ښوونیز بهیر کې د مرستو درېدلې لړۍ بېرته روانه کړي او انلاین درسونو ته د افغان محصلینو د لاسرسي په پار دې د انټرنېټي خدمتونو په برخه کې همکاري وکړي.

خبرپاڼه کې راغلي چې د اروپايي ټولنې استازو په افغانستان کې روان تعلیمي بهیر او په کې پرمختګ هیله بښونکی وباله او د یادې برخې لپاره یې د ۱۱ میلیونه امریکایي ډالرو ځانګړې کېدو یادونه وکړه او وې ویل: «شرایطو ته په کتو سره موږ غواړو چې په افغانستان کې بشري، تعلیمي او صحي مرستې زیاتي کړو.»

سرچېنې لیکلي، دغه راز د اروپايي ټولنې د استازو د ځینو اندېښنو په تړاو د افغانستان سرپرست حکومت پلاوي ډاډ ورکړ چي د ټولنې حقه حقونو ته ژمن دی، مسلکي کدرونه جذبیزي، د پخوانۍ ادارې له منسوبینو سره ناسم چلند زهرجن تبلیغات دي او له هېواده وتلي هېوادوال حالاتو ته په کتو سره بېرته خپل وطن ته را روان دي چې  له استعدادونه به د هېواد د ترقۍ لپاره ګټه اخیستل کېږي.

Views: 141

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.