Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

زابل کې څاه ته د لوېدلي ماشوم د ژغورنې هڅې؛ کیندنه ماشوم ته په یو متري کې روانه ده

زابل کې څاه ته د لوېدلي ماشوم د ژغورنې هڅې؛ کیندنه ماشوم ته په یو متري کې روانه ده

author avatar
17 Feb 2022 - 16:12
زابل کې څاه ته د لوېدلي ماشوم د ژغورنې هڅې؛ کیندنه ماشوم ته په یو متري کې روانه ده
author avatar
17 Feb 2022 - 16:12

کندهار (پژواک، ۲۸ سلواغه ۱۴۰۰): د زابل په جلدک سیمه کې یوې څاه ته لوېدلی پنځه کلن ماشوم لا هم بند پاتې دی او تر اوسه یې د ژغورنې هڅې نه دي بریالۍ شوې.

د حیدر په نوم دا ماشوم تېره ورځ څاه ته لوېدلی او له تېرو شاوخوا ۴۵ ساعتونو راهیسې یې د ژغورنې هڅې روانې دي.

د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شرافت ویاړ په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرې ورځې راهیسې له ټولو ممکنو لارو هڅې کېږي چې څاه ته لوېدلی ماشوم وژغورل شي خو تر اوسه دا هڅې بریالۍ شوې نه دي.

هغه زیاته کړه، اوس مهال د څاه/ برمې څنګ ته د کرینګ په وسیله د یوه تونل کيندنه روانه ده څو خلک د څاه تل ته ځان ورسوي او ماشوم وژغوري.

دی وايي، له بده مرغه ساحه ډبرینه ده او د کيندنې چارې یې ټکنۍ کړې دي.

نوموړي یادونه وکړه چې له کندهاره هم دغې سیمې ته مشینري رسېدلې او په کار یې پيل کړی خو لا هم پرمختګ نه دی شوی.

دی وايي، د ماشوم وضعیت خراب برېښي؛ ځکه مخکې یې خبرې کولې او اوس له خبرو لوېدلی او یا داسې ښکاري چې ویده دی.

خو ده خبر ورکړ، هغې ساحې ته چې ماشوم په کې بند دی، یو متر واټن پاتې دی څو وکيندل شي او د ماشوم ژغورنې ته لاره هواره شي.

د زابل اوسېدونکي او عیني شاهدان وايي چې د پرمختللو وسایلو د نشتوالي له امله د پنځه کلن ماشوم (حیدر) ژوند له ګواښ سره مخ دی.

د زابل یوه اوسېدونکي محمد نعیم پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرې ورځې راهیسې د برمې څنګ ته د تونل پر ایستلو کار روان دی که څه هم ډېره ساحه یې کيندلې خو لا هم کار پای ته نه دی رسېدلی.

نوموړی وايي، ماشوم لا هم ژوندی دی او خلک یې په ټول توان او امکاناتو د ژغورلو هڅې کوي.

بلخوا پر ټولنیزو رسنیو هم د زابلي ماشوم د ژغورنې لپاره غږ پورته شوی او له حکومتي چارواکو یې د مرستې غوښتنه کړې ده.

په هېواد کې ډېر مهال برمې او څاه ګانې په غیر مسلکي ډول کيندل کېږي او هغو لارو چارو ته پام نه کېږي څو د ماشومانو او څارویو د ور لوېدو مخنیوی وشي.

تېر کال په هلمند کې هم ورته پېښه شوې وه، یو ماشوم چې څاه ته لوېدلی و، د وسایلو د نشتوالي او ژر نه ژغورنې له امله یې ساه ورکړه.

Views: 1553

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.