Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سمنګان کې د فوټبال سيالۍ د حضرت سلطان لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسېدې

ايبک (پژواک، ٢٨ سلواغه ١٤٠٠): په سمنګان ولايت کې د فوټبال پيل شوې سيالۍ د حضرت سلطان لوبډلې په اتلوالۍ سره پاى ته ورسېدې.

دغه سيالۍ شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د همپالنې تر نامه لاندې په فيروز نخچير ولسوالۍ کې پيل شوې وې.

د فيروز نخچير ولسوالۍ د فوټبال مسوول امر شريف پژواک ته وويل چې دغه سيالۍ د شپږو لوبډلو ترمنځ پيل شوې وې.

دى وايي چې د يادو سياليو په لړ کې حضرت سلطان لوبډلې لومړى مقام او امير شېرعلي نوايي لوبډلې دويم مقام ترلاسه کړ.

همدارنګه د سمنګان د فوټبال فدراسيون مشر تاج محمد خداداد پژواک ته وويل چې ډېر ژر به د فوټبال ورته سيالۍ د ټولو ولسواليو د لوبډلو ترمنځ په مرکز ايبک کې پيل شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.