کابل ( پژواک، ۲۹ سلواغه ۱۴۰۰): د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې تېره ورځ د ازبکستان د فوټسال ملي لوبډلې سره مخ شو چې په پایله کې افغان لوبډلې اته پر یو ازبکستان لوبډلې ته ماته ورکړه.
په یادو لوبو کې افغانستان څلور سیالې ترسره کړي چې درې سیالې یې ګټلي او یو یې بایللې ده.
د یادونې وړ ده چې په یادو سیالیو کې د افغانستان په ګډون ایران، تاجکستان، ازبکستان او کوربه هېواد قرغیزستان د فوټسال ملي لوبډلو هم ګډون کړي وو. په یادو لوبو کې، افغانستان د ایران په وړاندې ماته وخوړه، خو کوربه قرغیزستان، تاجکستان او ازبکستان لوبډلو ته په ډېر توپیر سره ماته ورکړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP