Pajhwok Afghan News

جوزجان کې یو نابینا درې ځایه کار کوي

شبرغان (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۰): قاري مصور شجاع چې کلونه مخکې يې سترګې له لاسه ورکړې، درې ځایه کار کوي او د خپلې ۱۲ کسیزې کورنۍ سرپرستي هم ور له غاړې ده، وایي چې د نظام له بدلون سره یې کار زیانمن شوی خو د ښې راتلونکې لپار هيله لري.

دغه ځوان چې اوس په شبرغان ښار کې د شجاع راډیو مدیر دی، د قران حافظ هم دی او د خوراکي توکو یو کوچنی کاروبار هم کوي؛ په دې وروستیو کې یې د عکاسۍ او فلم جوړولو یو مرکز هم جوړ کړی دی.

هغه له پژواک سره خبرو کې وویل: «په ۱۲ کلنۍ کې د یوې ناروغۍ له امله چې د اوسني حالت لامل مې شوه، ورو ورو مې  د سترګو لید له لاسه ورکړ، خو د ستونزو پر وړاندې مې هیڅکله ملا هم نه ده ټیټه نه کړې.

هغه زیاته کړه: «په ټولنه کې د ځینو خلکو د انګېرنې خلاف‎ مې ژوند پر ستونزو او ننګونو سربېره جوړ کړ، ښوونځی مې پای ته ورساوه او بالاخره په شبرغان ښار کې د یو شمېر سوداګریزو شرکتونو د محصولاتو د خرڅلاو نمایندګي مسوول شوم او د روغتیا او خوراکي توکو د پلور په برخه کې مې کاروبار پیل کړ.»

هغه زیاته کړه چې شرکتونه خوراکي او روغتیایي توکي له بلخ ولایته شبرغان ته ور استوي او دی یې په عمده ډول پر هټۍوالو پلوري او خپل کمېشن ترلاسه کوي.

شجاع وایي: «پلار مې درې کاله مخکې له لاسه ورکړ او اوس زه، زما دوه مېرمنې او درې بچیان مې زما له دو خویندو، درېیو وروڼو او مور سره چې ټول ۱۲ کسان کېږو، یو ځای ژوند کوم او د کورنۍ سرپرستي پر غاړه لرم.»

شجاع د خوراکي توکو په پلورنځي کې د کار کولو ترڅنګ تېر کال په غبرګولي کې د «راډيو شجاع» په نوم يوه راډيو جوړه کړه چې په لومړيو کې څلورو معيوبينو په کې کار کاوه او اوس د یادې راډیو د کارکوونکو شمېر ۹ کسانو ته پورته شوی دی.

دى وايي چې په دې راډيو کې ۱۹ کسان د رضا کار په توګه کار کوي، شپږ کسان د فلم او عکاسۍ په څانګه کې او درې نور د سوداګرۍ په برخه کې کار کوي؛ هغه اوس مهال ۹ کسانو ته معاش ورکوي.

هغه په داسې حال کې چې توانېدلی د يوه معلول په توګه نهو کسانو ته د کار زمينه برابره کړي، خوښي څرګندوي او زیاتوي: «زه هيڅکله دا تصور نه کوم چې یو معلول یم؛ ځکه پوهېږم چې که زه د دې په اړه فکر وکړم، د کار پر وړاندې مې اراده‎ کمزورې کوي.»

نوموړي زیاته کړه: «غواړم دا ثابته کړم چې که یو څوک د ژوند له لویو ننګونو سره د مقابلې پرېکړه وکړي، کولی شي ودریږي او زه د ژوند د ګډوډیو پر وړاندې ښه مثال یم؛ ځکه چې ما په خپل وجود ټول دردونه لمس کړي او ترې تېر شوی یم.»

مصور زیاته کړه چې د نننۍ ټولنې خلک باید له هغه څه ناهیلي نه شي چې په شاوخوا کې یې روان دي او هڅه وکړي چې د ټولنې له ټولو ناخوالو سره مبارزه وکړي، څو ستونزې له منځه یوسي.

هغه چې د خپل کار د پرمختګ لپاره یې نور لوی لوی تصمیمونه لري، خپل اولادونه یې روزلي څو هېواد او خلکو ته خدمت وکړي.

هغه په داسې حال کې چې ویل یې اقتصادي ستونزې او وزګارتيا خلک ځوروي، زیاته کړه: «د وضعیت بدلون زما پر ورځنیو کارونو هم ناوړه اغېز کړی، خو زه هیله لرم چې وضعیت د خلکو په ګټه بدل شي او د خلکو د ژوند شرایط ښه شي.»

د قاري مصور شجاع همکار سمیع الله زیارمل وایي: «هغه پوه او هوښیار ځوان دی چې په خپلو کارونو کې په خلاقیت سره توانېدلی چې خپل ځینو شاوخوا کسانو لپاره د کار زمینه برابره کړي.»

هغه زياته کړه چې معلوليت بې وسي او ناتواني نه دی او د یوې رسنۍ د مدیر، سوداګر او ښه نوښتګر په توګه د قاري مصور فعالیت د هغو خلکو په خوله يو پياوړى ګوزار دى چې معلوليت ناتواني ګڼي.

هغه څرګنده کړه: «زه قاري له پنځلسو کالو راهيسي پېژنم او په رسنيو کي مي ګډ کار ورسره کړی، کاش چې نور سالم ځوانان هم داسې کارونو ته مخه کړي.»

هغه زياته کړه چې د قاري مصور فعاليت کولاى شي يو شمېر نور معلولين هم وهڅوي څو هغوی هم خپله را پورته شي او تخليقي کارونه پيل کړي.

Views: 25

Exit mobile version