کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۰): د ملي دفاع وزارت وايي، بريد جنرال ډاکټر عبدالولي احمدزى د صحي قوماندانۍ د سرپرست مرستيال او ډګروال ډاکټر يما نجرابي د يادې قوماندانۍ د پلان او پاليسۍ معاونيت د سرپرست په توګه ټاکل شوي دي.
د ياد شوي وزارت له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، دغه ګومارنې د ملي دفاع وزارت مشرتابه له لارښوونې سره سم، د صحي چارو د لا ښه تر سره کېدو لپاره شوې دي.
سرچينه زياتوي، د ملي دفاع وزارت او ستر درستيز له لوري بريد جنرال ډاکټر عبدالولي احمدزى د صحي قوماندانۍ د سرپرست مرستيال او ډګروال ډاکټر يما نجرابي د يادې قوماندانۍ د پلان او پاليسۍ معاونيت د سرپرست په توګه ټاکل شوي او په کار يې پيل وکړ.
سرچينه کاږي، دغه کسان د هېواد د روغتيا په برخه مسلکي کدرونه دي چې د ملي دفاع وزارت د صحي قوماندانۍ د رهبرۍ په کچه کاري سابقه هم لري.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن