ښرنه (پژواک، ۳۰سلواغه ۱۴۰۰): د پکتيکا پوهنتون استادانو او د ياد ولايت د ملکي ادارو استازو د يوې غونډې په ترڅ کې له امريکا څخه وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې شتمني دې ازاده کړي.
د غونډې ګډونوالو د امريکا د ولسمشر جوبايډن له خوا د دغه هېواد په بانکونو کې د افغانستان د موجودې شتمنۍ په اړه صادر شوی فرمان غير عادلانه وباله.
د پکتيکا پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد حبيب الله حبيب غونډې ته وويل چې د امريکا له خوا د افغانستان د شتمنۍ په کنګل کېدو سره به په هېواد کې د وزګارۍ کچه لوړه شي.
هغه زیاته کړه:" د امريکا له خوا د افغانستان کنګل شوې شتمني د افغانستان د مرکزي بانک هغه شتمني ده چې د افغانيو د ارزښت د ثبات او بانکي تصفيو لپاره په خارجي بانکونو او نړيوالو مالي موسساتو کې ساتل کيږي."
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP