کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۰): نړیوال بانک یوه طرحه چمتو کړې چې د هغې له مخې د افغانستان د بیارغونې په صندوق کې له یو میلیارد کنګل شوو پیسو څخه ۶۰۰ میلیون ډالر په افغانستان کې د زده کړو او اړمنو کورنیو لپاره ځانګړي کېږي.
رويټرز اژانس راپور ورکړی چې نړیوال بانک هغه وړاندیز شوې طرحه تایید کړې چې له مخې به یې د افغانستان له یو میلیارد کنګل شوو پیسو څخه ۶۰۰ میلیون ډالر بشري بحران، اقتصادي او زده کړو ته د رسېدنې په موخه افغانستان ته ولېږدول شي.
سرچینه زیاتوي، ټاکل شوې چې د نړیوال بانک پلاوی د یاد وړاندیز په اړه د مارچ په لومړۍ نېټه خبرې وکړي او وروستی تصمیم ونیسي.
اوس مهال نړیوال بانک د افغانستان د بیارغونې امانت د صندوق مدیریت پرغاړه لري او د تصویب په صورت کې به یادې پیسې د ملګرو ملتونو بېلا بېلو ادارو لکه د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق، د خوړو سازمان او کرنې ته ولېږدول شي، څو د افغانستان اقتصادي ستونزو ته رسېدنه وشي.
مخکې له دې د لېندۍ په ۱۹مه نړیوال بانک خبر ورکړی و چې د افغانستان د بیارغونې صندوق تمویلوونکو موافقه کړې چې له کنګل شوو پیسو څخه ۲۸۰ میلیون ډالر دې په افغانستان کې د خوراکي او روغتیایي پروګرامونو د برابرولو لپاره د خوړو نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو وجهي صندوق ته ولېږدول شي.
په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوتریش تېره میاشت د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه وغوښتل چې د افغانستان له خلکو سره د مرستې په خاطر دې پاتې ۱.۲ میلیارد کنګل شوي ډالر ازاد کړي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د افغانستان نږدې ۲۳ میلیون وګړي له سختې لوږې او نږدې ۹ میلیون وګړي د لوږې له خطر سره مخ دي.
له بلې خوا تېره اوونۍ د امریکا متحده ایالاتو هم اعلان وکړ چې د افغانستان د ۷ میلیارد ډالر ازادې شوې شمتنۍ نیمايي برخه به په دغه هېواد کې اړمنو کسانو ته ځانګړي کوي.
د امریکا د ولسمشر جوبایډن د پرېکړې له مخې، د یادو پیسو نیمه برخه د ۲۰۰۱ د سپټمبر د یوولسمې پېښې قربانیانو ته ځانګړې کیږي چې یاده پرېکړه د افغانستان په داخل او بهر کې له توندو غبرګونونو سره مخ شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP