Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پوهنتونونو استادان: امریکا باید د افغانستان خلکو ته غرامت ورکړي

کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۰): د افغانستان د پوهنتونونو استادانو په یوه پرېکړه لیک کې د مرکزي بانک د شتمنۍ په اړه د امریکا د ولسمشر تصمیم وغانده، له نړیوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو له سازمان څخه یې وغوښتل چې د دې ښکاره بې عدالتۍ پر وړاندې غږ پور ته کړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د سلواغې په ۲۲مه په امریکا کې د افغانستان د کنګل شوو پیسو د ازادېدو په اړه یو اجرايي فرمان لاسلیک کړ، د دغه فرمان له مخې د افغانستان د کنګل شوو اووه میلیارد ډالره شتمنۍ نیمايي برخه د افغانانو اقتصادي ستونزو او بشري بحران ته د رسېدنې لپاره ځانګړې شوې ده.

بلخوا په یاد فرمان کې ویل شوي چې درې اعشاریه پنځه میلیارد ډالر امریکا کې پاتې کېږي او ښايي د سپټمبر د یوولسمې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د زیان په ډول ورکړل شي. خو د امریکا د ولسمشر دغه تصمیم د افغانستان د خلکو له توندو غبرګونونو سره مخ شو.

د افغانستان د پوهنتونونو استادانو په نننۍ ناسته کې د امریکا د ولسمشر دغه تصمیم کاملا غیر مسوولانه او غیر عادلانه عمل وباله او دغه عمل یې وغانده.

د کابل طبي پوهنتون مرستیال نجیب الله امرخېل په دې ناسته کې وویل، د امریکا دغه تصمیم ناځوانمردانه او له کینې ډک دی.

د هغه په خبره، امریکا په تېرو څو کلونو کې پر افغانستان جګړه تپلې وه او په دې خاوره کې یې د بمونو بېلابېل ډولونه استفاده کړل، اوس د دې پر ځای کې چې له خپلې بودیجې څخه د افغانستان د خلکو زیان ورکړي، له افغانانو باج اخلي.

یادو استادانو یوه پرېکړه لیک کې چې اووه مادې لري دغه ډول تصمیم د افغانستان د خلکو په حق کې ښکاره سپکاوی وباله.

د دغه پرېکړه لیک په یوه ماده کې راغلي: ((د مرکزي بانک شتمني د پولي واحد د ثبات، تادیاتو بیلانس د ساتنې او ثبات، نړیوالو سوداګریزو معاملو د اسانتیا لپاره دي، له دې امله د افغانستان د پوهنتونونو استادان د هغو مصرف د افغانستان له خلکو سره د بشردوستانه مرستو او د سپټمبر د قربانیانو کورنیو ته د تاوان، یو غیر عادلانه کار او د هېواد د اقتصادي نظام د ګډوډۍ او د افغانستان ملت د جزا ورکولو لپاره یو اقدام بولي.))

په ورته وخت کې، په یاد پرېکړه لیک کې راغلي: ((امریکا او متحدینو یې په تېرو ۲۰ کلونو کې د افغانستان ځمکه او فضا اشغال کړې وه، زرګونه بېګناه خلک یې په شهادت ورسول او میلیونونه نور یې معلول، معیوب او بیځایه کړل، دغه عمل د نړیوالو قوانینو له مخې جنګي جنایت بلل کېږي، امریکا او متحدین یې باید د افغانستان خلکو ته زیان ورکړي.))

په ورته وخت کې د محمد اکبر میر په نوم د پوهنتون یو استاد وايي، د سپټمبر د ۱۱مې برید په مستقیم یاد غیر مستقیم ډول د افغانستان له خلکو سره هیڅ ربط نه لري.

د هغه په خبره: ((د امریکا دغه تصمیم غلا، ظلم او د افغانستان د خلکو د حق په برخه کې بې انصافي ده.))

د افغانستان د استادانو اتحادیه له نړیوالې ټولنې، نړیوال سازمان، د بشر حقونو د مدافع بنسټونو، د امریکا او افغانستان له وګړو غواړي چې د دې بې عدالتۍ پر وړاندې غږ پورته کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.