Language

په ځینو ولایتونو کې د خلکو له خوا د مرغانو او وحشي ژوو ښکار ډېر شوی

کابل (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۰): د يو شمېر ولايتونو اوسېدونکي وايي چې په دې وروستيو کې يو ځل بيا د مرغانو او ژوو ښکار ډېر شوى چې بايد مخه يې ونيول شي.

خو بل لور ته د چاپېريال ساتنې ادارې مسوولين وايي، هڅې يې پيل کړې څو د ښکار مخه ونيسي.

د اړوندې موضوع په اړه د ترینکوټ یوه اوسېدونکي نجیب الله پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېر حکومت هر ډول ښکار بند کړی و خو د نوي حکومت له راتلو وروسته يو ځل بيا د مرغانو او ژوو ښکار ډېر شوى دى.

هغه وايي: ((په دې وروستیو کې ګڼ شمېر کسان له ښکاري ټوپک سره لیدل کېږي او ښکار کوي، سره له دې چې دا کار يې قانوني نه دى، بلکې کله ناکله ناوړه پېښې هم ترې رامنځته کېږي.))

همدارنګه د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار يوه اوسېدونکي اول ګل پژواک ته وويل چې تېر حکومت په ښار او کليو کې ښکار بند کړی و خو اوس د کليو ترڅنګ د ښار په منځ کې هم د مرغانو ښکار پيل شوى دى.

دى وايي: ((دلته په جلال باد ښار کې د پيپل غټې ونې دي، دېته يو ډول مرغان راځي، ښکاريان ورته لاندې ناست وي او دغه مرغان ښکار کوي.))

هغه وویل چې زياتره کسان په ښار کې په بادي ټوپک خو په کليو کې بیا په چریي ټوپک ښکار کوي.

په ورته وخت کې د لوګر د مرکز اوسېدونکي او قومي مشر ګلاب شاه پژواک ته وويل چې د مرکز اړوند څپيڅ او ابچکان هغه غرنۍ سيمې دي چې ډېر غرڅه او هوسۍ لري.

دی وايي: ((وسله وال کسان په خپلو ښکاري وسلو چې لایزري دوربینونه پرې نصب دي، په داسې توګه د هوسیو ښکار کوي چې یوه هم نه ترې خطا کېږي، دا لوی ظلم دی که همداسې دوام وکړي نو د هوسیو نسل به ختم شي.))

دغه راز د کندوز اوسېدونکي پردل خان پژواک ته وویل چې له تېرو څو میاشتو راهیسې په یاد ولایت کې د الوتونکو مرغانو او وحشي حیواناتو ښکار ډېر شوى دی.

هغه وویل، که حکومت د غیر قانوني ښکار مخنیوی ونه کړي، نو په افغانستان کې به د یو شمېر الوتونکو مرغانو او ژوو نسلونه له منځه ولاړ شي.

همدارنګه په بغلان ولایت کې یوه ښکاري جمعه ګل پژواک ته وویل چې تېر حکومت ښکار بند کړى و او دوی په اسانه ښکار نه شو کولای.

نوموړی وایي چې اوس دوی ښه په اسانه سره ښکار کوي او څوک يې مخنيوي نه کوي.

يو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومتي مسوولينو يې غوښتنه وکړه چې هر څو ژر دې د مرغانو او ژوو ښکار بند کړي.

د اړوندې موضوع په اړه د چاپېریال ساتنې ادارې د طبیعي میراثونو ساتنې رییس جلال الدین ناصري پژواک ته وویل چې د تېر حکومت د کابینې د پرېکړې پر اساس ښکار په ټول هېواد کې بند و.

خو دى وايي چې د نوي حکومت له راتګ وروسته يو ځل بيا خلکو ښکار ته مخه کړې ده.

نوموړی وویل: ((دا مسئله موږ د اسلامي امارت له رهبرۍ سره شریکه کړې او په دې اړه مونږ له یو شمېر مربوطه ادارو سره ناستې تر سره کړي تر څو وکولای شو د حکومت مشرانو حکم تر لاسه کړو او ښکار بند کړو.))

دا په داسې حال کې ده چې له پخوا راهيسې په غزني، هرات، نیمرزو، فراه او یو شمېر نورو ولایتونو کې د افغانانو ترڅنګ بهرنيان هم د مرغانو او ژوو پر ښکار ليدل شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.