Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

والي: د غزني ټولو ولسوالیو ته مخابراتي خدمات رسوو

غزني (پژواک، ۲کب ۱۴۰۰): د غزني والي وايي، د دغه ولایت ټولو هغو ولسوالیو ته مخابراتي خدمات رسوي چې مخابراتي شبکې په کې فعالیت نه لري او یا یې خدمات کمزوري دي.

والي محمد اسحاق اخندزاده دا څرګندونې د غزني مرکز اړوند په قره باغي سیمه کې د سلام مخابراتي شبکې د یوې پایې د فعالیت پیلولو پر مهال وکړې.

د دې پایې له فعالیت سره د سیمې اوسېدونکو ته د 3G انټرنیټ اسانتیا هم برابره شوه.

والي وویل، د غزني په ناوه، ګیلان، ګیرو، زنخان او یو شمېر نورو ولسوالیو کې چې مخابراتي شبکې په کې فعالیت نه لري او یا یې فعالیت کمزوری دی، مخابراتي خدمات وړاندې شي.

هغه زیاته کړه، په دې برخه کې د خلکو ستونزې د درک وړ دي او دوی یې د حل لپاره کار کوي.

د غزني اوسېدونکي بیا وايي چې نه یوازې په ناوه، ګیلان، ګیرو او زنخان ولسوالی کې مخابراتي خدمات کمزوري دي، بلکې په دهیک، اندړ، اجرستان، قره باغ، رشیدان او نورو ولسوالیو کې هم مخابراتي خدمات بې کیفیته او انټرنیټ کار نه کوي.

د غزني د قره باغ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمد انور پژواک اژانس ته وویل، دا چې په دې ولسوالۍ کې مخابراتي خدمات کمزوري دي، خلکو له مجبورۍ یا د سیګنل د تقویې انتنونه درولي او یا د اړتیا پر مهال لوړو سیمو ته پورته کېږي څو اړیکې ونیسي.

نوموړی له حکومته غواړي چې د خلکو د دې ستونزې د حل لپاره ګامونه واخلي.

د دهیک ولسوالۍ اوسېدونکي هم له ورته ستونزو سره مخ دي او وايي، پخوا به مخابراتي شبکو امنیتي ستونزې بهانه کولې اوس دا ستونزې حل شوې او باید خلکو ته معیاري خدمات وړاندې کړي.

د دې ولسوالۍ د علي کلا سیمې اوسېدونکي عبدالنبي پژواک اژانس ته وویل، ده هم په خپل کور کې د سیګنل د قوي کولو لپاره انتن درولی چې له دې سربېر په ډېر کړاو اړیکې نیسي.

نوموړی له حکومته غوښتنه کوي څو پر مخابراتي شبکو فشار واچوي چې خپل خدمات معیاري کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.