لښکرګاه (پژواک،۲ کب ۱۴۰۰): د هلمند ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مرستيال وايي چې نورو ژبو ته په پوره درناوي، پښتانه وګړي، په ځانګړې توګه ځوانان بايد د پښتو ژبې د بډاينې لپاره کار وکړي.
نن د فبرورۍ ۲۱مه نېټه ده چې د مورنۍ ژبې له نړيوالې ورځې سره سمون لري.
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستيال مولوي محمد قاسم رياض پژواک خبري اژانس ته وويل چې پښتو زموږ مورنۍ او رسمي ژبه ده او د بډاينې لپاره يې بايد ټول کار وکړي.
ده زياته کړه چې د دغه ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست په پلان کې لري چې د پښتو ژبې د بډاينې لپاره د امکان تر بریده هڅه وکړي.
هغه زياته کړه چې دوی په لښکرګاه کې يو مجهز کتابتون لري او ځوانان کولای شي چې هلته د مطالعې لپاره ورشي.
د لښکرګاه اوسېدونکی لیکوال او شاعر محمد اسماعیل شریعت یار پژواک خبري اژانس ته وویل چې مخکې په هلمند کې د پښتو ژبې د ودې لپاره کار نه دی شوی او بايد د بډاینې لپاره يې کار وشي.
د لښکرګاه د عامه کتابتون مسوول شیرمحمد عزیزي هم پژواک ته وویل چې د دوی په کتابتون کې زرګونه بېلا بېل کتابونه لري او هرڅوک کولای شي چې د مطالعې لپاره ورشي.
نوموړي زياته کړه چې د کتاب په مطالعې سره وطن او ژبې ته خدمت ممکن دی.
Views: 38
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن