Language

هلمند کې ناپېژاندو وسله والو دوه کسان وژلي

لښکرګاه (پژواک، ۲ کب ۱۴۰۰): هلمند کې مسوولین وايي چې د دغه ولايت په ناوې ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا دوه کسان وژل شوي او يو ټپي دی.

د دغه ولايت د اطلاعاتو او کلتور رييس حافظ راشد د کب په دویمه پژواک خبري اژانس ته وویل چې پېښه تېره شپه د ناوې ولسوالۍ د تريخ ناور په کاکړانو کلي کې شوې ده.

هغه زياته کړه: "درې دوکانداران چې د تريخ ناور کاکړانو کلي کې د خپلو دوستانو کره تللي وو، د ناپېژاندو کسانو له خوا ورباندې ډزې شوې، دوه کسان وژل شوي او يو ټپي دی."

راشد وويل چې درې واړه د لښکرګاه ايمرجنسي روغتون ته وړل شوي او د ټپي کس وضعيت د ډاډ وړ ښودل شوی.

login or register a new account.