ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یوکراین کې بیړنی حالت اعلان شوی، روسي ځواکونه برید ته چمتووالی نیسي

یوکراین کې بیړنی حالت اعلان شوی، روسي ځواکونه برید ته چمتووالی نیسي

author avatar
24 Feb 2022 - 03:25
یوکراین کې بیړنی حالت اعلان شوی، روسي ځواکونه برید ته چمتووالی نیسي
author avatar
24 Feb 2022 - 03:25

کابل (پژواک، ۵ کب ۱۴۰۰) : په داسې حال کې چې د روسیې وسله وال ځواکونه جګړې ته چمتووالی نیسي،  د یوکراین حکومت په هیواد کې بیړنی حالت اعلان کړی دی.

د بي بي سي د راپور له مخې،  دیوکراین حکومت خپلو وګړو ته ویلي دي چې ژر تر ژره له روسیې ووځي، د راپورونو له مخې، په روسیه کې شاوخوا دوه میلیونه یوکرایني خلک میشت دي.

بلخوا د روسیې حکومت هم د یوکراین په پلازمینه کیف کې د خپل سفارت دتړلو او د ټولو کارکوونکو د ویستلو اعلان کړی دی.

روسیه چې څه مودې راهیسې پر یوکراین د برید لپاره چمتووالی نیسي، ولسمشر ولادیمیر پوټین دوه ورځې مخکې د یوکراین دوه سیمې چې د باغیانو تر کنټرول لاندې وې، په رسمیت دپيژندلو اعلان وکړ، چې د غربي هیوادونو او امریکا له کلک غبرګون سره مخ شو.

د روسیې حکومت یادو سیمو ته د خپلو زرګونو ځواکونو د امنیت اعلان کړی دی.

بلخوا امریکایي استخباراتو خبر ورکړی چې روسیه د یوکراین پر سرحدنو لسګونه زره سرتیري، سپکې او درنې وسلې، الوتکې او جنګي بیړۍ ځای پر ځای کړي دي او هلته یې لنډمهاله روغتونونه هم جوړ کړي دي.

امریکا ، او یو شمیر اروپایي هیوادونو پر روسیې د بندیزونو لګولو اعلان کړی، خو روسیې ویلي چې دوی له بندیزونو سره عادي شوي دي.

Views: 875

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.