کابل (پژواک، ۶ کب ۱۴۰۰): روسي ځواکونو د ولسمشر ولاديمير پوتين له امر سره سم پر اوکراين ځمکني او هوایي بریدونه پیل کړي دي.
د راپورونو له مخې، د اوکراين په پلازمېنه کيف کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
بلخوا پوتين پر اوکرايني پوځيانو غږ کړی چې وسلې پر ځمکه کېږدي.
د راپورونو پر بنسټ، تر اوسه یوازې په کیف ښار کې تر اووه ډېر بریدونه شوي دي.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې "پوتین پر اوکراین پراخ برېدونه پیل کړي، خو اوکراین به له خپلې خاورې دفاع وکړي."
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمتري کولبا له نړۍ غوښتي څو د روسیې مخه ونیسي.
اوکراین وايي، د روسیې پنځه جنګي جیټ او یوه چورلکه یې رانسکورې کړې دي.
د رسنيو د راپورونو له مخې ولادیمیر پوتین په پلازمېنه کییف ښار او ځینو نورو سیمو کې د چاودنو د غږونو په اورېدو سره په اوکراین کې د مسکو د عملیاتو د پیلېدو خبر ورکړی دی.
بل لور ته اوکرایني چارواکي وايي، تر دې دمه يې د روسیې پنځه جنګي الوتکې او یوه جنګي چورلکه مو وویشتلې او راغورځولې دي
له تېرې يوې مياشتې راهيسې روسيې د اوکراين پولې ته نږدې لږ تر لږه ۱۰۰ زره پوځيان ځای پر ځای کړي وو.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP