Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

روسي پوځیان د اوکراین پلازمېنې ته نږدې شوي

کابل (پژواک، ۶ کب ۱۴۰۰): راپورونه ښیي، د اوکراین ولسمشر په داسې حال کې له نړۍ د مرستې غوښتنه کړې چې روسي پوځیان د اوکراین پلازمېنې کيیف ته نږدې شوي او د پلازمېنې شمال ته پروت د چرنوبیل ښار یې نیولی دی.

روسي پوځیانو تېره ورځ د دغه هېواد د ولسمشر ولادیمیر پوتین په امر د ځمکې او هوا له لارې پر اوکراین بریدونه پیل کړي.

نن رویټرز خبري اژانس د اوکراین د یوه لوړپوړي چارواکي له خولې راپور ورکړی چې روسي ځواکونه د کییف ښار ته نږدې شوي او دا مهال اوکرایني پوځیان په څلورو جبهو کې له روسي پوځیانو سره په جګړه بوخت دي.

سرچینه زیاتوي چې یوه روسۍ الوتکه راغورځول شوې او روسي پوځیانو د پلازمينې کییف شمال ته پروت د چرنوبیل ښار نیولی دی.

بلخوا، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، سره له دې چې پوهېږي روسي پوځیان به کییف ته ورشي، خو دی بر تر وروستۍ شېبې په پلازمېنه کې پاتې وي.

زلنسکي وایي: «زه د دښمن لومړی هدف یم او بیا یې زما کورنۍ په پام کې نیولې ده، غواړي چې د اوکراین دولت له منځه یوسي.»

ځینو سرچینو ویلي، تر اوسه په یاده جګړه کې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او زرګونه کورنۍ د اوکراین له لویو ښارونو وتلې او امن سیمو ته کډه شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.