Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

استاد ګل زمان د ٨٢ کلونو په عمر ومړ

کابل (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۰): د افغانستان مشهور سندرغاړى او د سندرو جوړونکى استاد ګل زمان د ٨٢ کلونو په عمر ومړ.

د راپورنو له مخې، استاد ګل زمان په پکتيا کې زېږيدلى او له اوږدې مودې راهیسې په کابل کې اوسېده، استاد ګل زمان له ۱۳۴۳ کال راهیسې کمپوزونه او سندرې جوړولې او ملي راديو تلویزون ته يې شاوخوا ۸۰۰ سندرې جوړې کړې دي.

د پخواني حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال هارون حکیمي پر خپله ټوېټرپاڼه د استاد ګل زمان مړینه تایید کړې ده.

ده لیکلي: «استاد ګلزمان د فولکلوري، سیمه ییزو، حماسي او مناسبتي سندرو مخکښ افغان هنر مند و. روح یې ښاد او نوم یې په درنښت یاد!.»

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.