Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امریکا د افغانستان پر سوداګريزو او اقتصادي فعالیتونو بندیزونه لرې کړل

کابل (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۰): د امریکا متحده ایالتونو مالیې وزارت په افغانستان کې د سوداګریزو او مالي معاملاتو ته د پراختیا ورکولو لپاره جواز صادر کړی چې له حکومتي ادارو سره راکړه ورکړه هم په کې شامله ده.

د دغه هېواد د مالیې وزارت د بهرنیو پانګو د کنټرول ادارې پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه جواز د دې لپاره صادر شوی چې د افغانستان پر سرپرست حکومت باندې د امریکا بندیزونه د هغو معاملو او فعالیتونه مخه ونه نیسي چې افغانانو ته د بشري مرستو رسولو لپاره اړتیا ده.

په خبرپاڼه کې د امریکا د مالیې وزارت د مرستیال اډیمو له قوله راغلي: "امریکا افغانستان ته د بشري مرستو جاري ساتلو، تجارتي او مالي فعالیتونو کې د اسانتیاوو برابرولو په دوامداره بڼې ضروري ګامونه اخلي. زموږ نننۍ کړنه له دې امله ده چې په افغانستان کې روان اقتصادي بحران ته په کتو سره هغو اندېښنو ته توجه وکړو چې بندیزونه یې د تجارتي او مالي فعالیتونو پر وړاندې رامنځته کوي او په عین وخت کې طالبانو، د حقاني شبکې او نورو نا مطلوبو کسانو لاس ته د مالي سرچینو د لوېدو مخه ونیسو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د یاد جواز له صادرېدو وروسته په خپل ټويټر لیکلي، دغه جواز په افغانستان کې پراخو تجارتي فعالیتونو ته اسانتیا برابروي چې ګټه به یې افغانانو ته وي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.