Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یو ډاکټر د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې د تښتوونکو له بنده ازاد شوی

کابل (پژواک، ۸ کب ۱۴۰۰): ډاکټر میر حمزه میرزاده چې څلور ورځې مخکې د انسان تښوونکو له خوا تښتول شوی و، پرون د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې په کنډواله کور کې پیدا شوی دی.

د ډاکټر میر حمزه په خبره، پنځه ورځې مخکې (د کب درېیمه) له خپل شخصي کلینیکه چې د پنځلسمې ناحیې اړوند په خواجه بغرا سیمه کې موقعیت لري، د انسان تښتوونکو له خوا وتښتول شو.

د تصفیوي عملیاتو لړۍ له پیلېدو وروسته د هماغو څو ورځو په جریان کې په دې خاطر چې پر انسان تښتوونکو کړۍ تنګه شوه، یاد ډاکټر یې د یوولسمې ناحیې اړوند یوه کنډواله ځای ته ولېږداوه.

هغه تېره ورځ د اسلامي امارت د منسوبینو له خوا د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې د یوولسمې ناحیې اړوند یوه کنډواله کور کې موندل شوی دی.

د کابل ښار ۱۷مې امنیتي حوزې امر مولوي بشیراحمد مجاهد وایي، دغه د تصفیوي عملیاتو پایله وه چې یو ډاکټر له انسان تښتوونکو ازاد شو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.