Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لغمان مستوفيت تېرو شپږو مياشتو کې ٩٠ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کړي

مهترلام (پژواک، ۹ کب ۱۴۰۰): د لغمان د مستوفيت مسوولين وايي چې په تېرو شپږو مياشتو کې يي څه باندې ٩٠ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کړي دي.

د لغمان ولایت مستوفي مولوي منصورالحق (ذاکر) له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې د ١٣٩٩ په ټول کال کې د لغمان مستوفيت ٩٤ ميليونه افغانۍ را ټولې کړې وې.

خو دى وايي چې يواځې په تېرو شپږو مياشتو کې دغه رياست ٩٠ ميليونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي چې د تېرکال په پرتله ډېر لوړولى ښيي.

د هغه په وينا، په ادارو کې د فساد مخنيوى او له اړوندو چارو څخه جدي څارنه د عوایدو د لوړوالي لامل شوي دي.

بل لورته په لغمان کې د روښان پوهنتون استاد او د اقتصادي چارو کارپوه صمیم الله رحیمي پژواک ته وویل چې په دې وروستيو کې د فساد مخه تر ډېره نيول شوې چې ورسره په عوایدو کې هم زياتوالى راغلى دى.

هغه وايي، که امنيتي وضعيت نور هم ښه شي ورسره به د عوایدو په کچه کې هم د پام وړ زياتوالى راشي چې ورسره به پراختيايي کارونه پيل شي او خلکو ته به د کار زمينه برابره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.