ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ساین نړیوالې کمېټې ارزونه؛ د داوود خان روغتون اورتوپیدي څانګه لومړي مقام کې راغلې

د ساین نړیوالې کمېټې ارزونه؛ د داوود خان روغتون اورتوپیدي څانګه لومړي مقام کې راغلې

کابل (پژواک، ۱۰ کب ۱۴۰۰): د سردار محمد داوود خان د ۴۰۰ بستریز روغتون ډاکټرانو په اورتوپیدي څانګه کې د غوره او معیاري روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو سره د «ساین» نړیوالې کمېټې په ارزونه کې لومړی مقام خپل کړ.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې چې د ملي دفاع وزارت له لوري رسنيو ته لېږل شوې ده.

سرچينه زياتوي: ((د «ساين» نړیواله کمېټه چې په ټوله نړۍ کې د روغتیایي خدماتو برخه کې په معیاري توګه کار کوي، د سردار محمد داوود خان ۴۰۰ بستريز روغتون اورتوپيدي څانګې ډاکټرانو د ۵۲ هېوادونو ترمنځ په کلنۍ سیالۍ او ارزونه کې د اغېزناکو او ارزښتناکو خدماتو په ترسره کولو سره د ۲۰۲۱ کال د "لومړی مقام" ستاينلیک د ملي دفاع وزارت ستر درستيز د سردار محمد داوود خان روغتون ډاکټرانو ته ډالۍ کړ.»

په خبرپاڼه کې راغلي، هغه مراسم چې په همدې موخه د طبي علومو اکاډمي په انګړ کې جوړ شوي وو، د شهید سردار محمد داوود خان روغتون د ډاکټرانو، په ځانګړي ډول د اورتوپیدي څانګې ډاکټرانو د قدر وړ او ارزښتناکو خدمتونو ستاینه په کې وشوه.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.