Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه سبا جوړېږي

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه سبا جوړېږي

author avatar
1 Mar 2022 - 11:53
د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه سبا جوړېږي
author avatar
1 Mar 2022 - 11:53

کابل (پژواک، ۱۰ کب ۱۴۰۰): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوی (یوناما) وايي، ټاکل شوې د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه سبا جوړه شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) پر رسمي فېسبوک پاڼه نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی «دیبرالاینز» به هم په دې اړه د ناستې د یوې برخې په توګه خپل راپور امنیت شورا ته وړاندې کړي.

سرچينه ليکي، دغه غونډه سبا (د کب ۱۱مه) چې د مارچ له دویمې سره برابره ده، د نیویارک پر وخت د ماښام ۷ بجې او د افغانستان پر وخت د ورځې لس بجې پیلېږي.

د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا یوه غونډه د سلواغې په پنځمه ترسره شوه چې په کې د د ملګرو ملتونو سرمنشي «انتونیو ګوتیریش» او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز او همدارنګه د ناروې د بهرنیو چارو وزیر «اینکېن هویتفېلټ» امنیت شورا ته معلومات وړاندې کړل.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.