پلخمري (پژواک، ۱۰ کب ۱۴۰۰): د بغلان ولایت د فرهنګي چارو مسوولین وایي چې امریکا د دوحې له شوي تړونه سرغړونې کړې ده.
دغه څرګندونې نن د بغلان ولايت په مرکز پلخمري ښار کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ريیس مولوي مصطفی هاشمي د دوحې تړون د دویمې کاليزې په نمانځغونډه کې وکړې.
هاشمي وویل چې امریکا لا هم له ځورول شوو افغانانو سره دښمنۍ ته دوام ورکړی.
نوموړي زياته کړه:" امریکا په افغانستان کې د خپل شتون تر وروستۍ ورځې پر ملکي افغانانو بمونه وغورځول او په نه شتون کې یې بیا اقتصادي دښمني دوام لري."
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP