Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پخواني قاضيان: حکومت دې زموږ برخليک معلوم کړي

کابل (پژواک، ۱۱ کب ۱۴۰۰): د پخواني حکومت یو شمېر قاضیان وایي چې له تېرو شپږو مياشتو راهيسې يې برخليک معلوم نه دى، حکومت بايد دغه ستونزه هواره کړي.

د اړوندې موضوع په اړه د پخواني حکومت لسګونو قاضيانو د کب په ۱۱مه په کابل کې اعتراضیه غونډه جوړه کړې وه.

د معترضو قاضيانو له ډلې صفی الله وویل چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې په هېواد کې ټول قاضیان بې برخليکه دي.

هغه وايي، که چېرې حکومت دوى بېرته پر دندو نه ګوماري، نو د شپږو مياشتو معاش دې ورکړي او بيا دې تقاعد کړي.

دى زياتوي: ((موږ هم د دې ټولنې غړي يو، حکومت بايد زموږ حقوق راکړي.))

دغه راز يو بل معترض قاضي احمدالله (مستعار نوم) هم ټينګار وکړ چې حکومت بايد د دوى برخليک معلوم کړي.

د هغه په وينا، که چېرې حکومت فکر کوي چې دوى په فساد کې ښکېل دي، نو حساب دې ترې واخلي.

دغو معترضو قاضيانو يو پرېکړه ليک هم صادر کړ.

په پرېکړه لېک کې راغلي، که د حکومت له لوري پخواني قاضیان له دې کبله له دندو لرې کړل شوي چې په فساد کې ښکېل دي، نو دوی حساب ورکولو ته چمتو دي.

په پرېکړه ليک کې له حکومته غوښتل شوي چې پخواني ټول قاضیان دې بېرته پر دندو وګوماري.

په پرېکړليک کې زياته شوې که چېرې د دوی تقرر د کوم ملحوظ له مخې نه کېږي، نو بیا دې حکومت پخوانيو قاضیاتو ته شپږ مياشتنۍ تنخوا او تقاعد ورکړي.

په پرېکړه ليک کې د قاضيانو د امنيت پر خونديتوب ټينګار شوى او ويل شوي، که امنيت يې خوندي نه شي اړ دي چې هېواد پرېږدي.

بل لور ته د حکومت مطبوعاتي مسوولينو تر اوسه په دې اړه د پژواک اړيکه نه ده ځواب کړې خو له دې مخکې د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد د يوې مرکې په ترڅ کې پژواک ته ويلي وو چې د اداري فساد د مخنيوي په موخه د پخواني حکومت قاضيان، د قاضيانو مرستيالان او دوى ته نږدې خلک تر اوسه بېرته دندو ته نه دي غوښتل شوي.

 

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.