Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

“هلمند کې پر ۱۱۵۰ جریبه ځمکه باغونه جوړېږي”

لښکرګاه (پژواک، ۱۱ کب ۱۴۰۰): د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې د سولې بنسټ (ROP) په نوم موسسې په همکارۍ به راتلونکی کال پر ۱۱۵۰ جریبه ځمکه باغونه جوړ کړي.

د دغه ولایت د کرنې رياست د باغدارۍ د ترویج مدیر حاجي شاه محمدخان پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې په نوو جوړېدونکو باغونو کې به پر ۲۰۰ جريبه ځمکه د پستې او پر ۵۰۰ جريبه ځمکه به د خرما باغونه جوړ شي او پاتې ۴۵۰ جريبه به د مېوو بېلابېل باغونه وي.

نوموړي زياته کړه چې دغه باغونه به په نهر سراج، نادعلي، ناوه او ګرمسېر ولسوالیو کې جوړېږي.

ده وويل: "که څه هم په دغه ولایت کې په تېرو کلنو کې پر ۶۰۰ جريبه ځمکه د پستې، پر ۲۶ جریبه ځمکه د خرما باغونه جوړ شوي، خو د تېرو وچکالیو پر مهال ډېری دغه باغونه وچ شوي دي.

هغه دغه راز وويل چې باغونه د سولي بنسټ موسسې (ROP) په همکارۍ جوړېږي او لګښت یې د نړیوال بانګ له خوا ورکول کېږې.

د نوموړي په خبره، پر ۴۵۰ جريبه ځمکه به د انارو، انګورو، شفتالو، پلم، زردالو، بادام او انځر باغونه جوړ شي چې په وينا يې کار يې عملا روان دی.

ده وویل چې د يادو باغونو شل سلنه لګښت د ځمکو مالکان او اتیا سلنه يې د سولې بنسټ موسسې له خوا ورکول کېږي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.