کابل (پژواک، ۱۱ کب ۱۴۰۰): د المان چارواکو اعلان کړی چې د روانې میلادي میاشتې په پای کې د بریتانیا په همکارۍ د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د یوې غونډې کوربه توب کوي.
د المان د بهرنیو چارو وزیر توبایس لیندنر په یوه ټويټ کې ویلي چې اوس مهال د افغانستان ۲۴ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري او هغوی باید خپلو مرسته ته دوام ورکړي.
لیندنر زیاته کړې، د بریتانیا په همکارۍ د مارچ په ۳۱ مه د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د لوړې کچې یوې غونډې کوربه وي.
دغه راز د افغانستان او پاکستان لپاره د المان ځانګړي استازي جسپیر ویک ویلي چې دوی به د جینوا په غونډه کې د افغانستان د خلکو ترڅنګ ودریږي.
هغه ټينکار کړی چې له محدویتونو پرته اړمنو خلکو ته لاسرسی، په ځانګړي ډول ښځو او ماشومانو ته بشري مرستې مهمې دي.
Views: 46
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن