Language

په پکتیکا کې د وژل شوو دوو ښځو کورنۍ عدالت غواړي

ښرنه (پژواک، ۱۱ کب ۱۴۰۰): په پکتیکا کې د وژل شوو دوو ښځو (مور او لور) د کورنۍ غړي وايي، حکومت دې د دې پېښې عاملین پیدا کړي او قانون ته یې دې وسپاري.

د دغه ولایت د برمل ولسوالۍ په مرغې کلي کې څلور ورځې وړاندې د شپې شاوخوا ۱۱ بجې نامعلومو وسله والو په یوه کور کې مور او لور په مرموزه ډول وژلې وې.

د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي هلال پژواک خبري اژانس ته وویل، وژل شوې ښځې مور او خور دي چې په خپل کور کې وژل شوې دي.

دی له حکومته د قاتلانو د نیول کېدو غوښتنه کوي او زیاتوي، له دوی سره باید عدالت وشي او قاتلانو ته یې دې سخته سزا ورکړل شي.

login or register a new account.