کابل (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۰) : سرپرست حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت د نوي سرپرست ترڅنګ په یو شمیر وزارتونو، ولایتونو او قول اردو ګانو کې نوې ټاکنې کړې دي.
د سرپرست حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د امیرالمومنین مولوي هبة الله اخندزاده د فرمان له مخې، څارنوال عبدالولي د کار او ټولنیزو چارو وزارت دسرپرست ، مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت ددغه وزارت د مرستیال، مولوي دین محمد حقبین د مالي او اداري مرستیال، قاري صلاح الدین ایوبي د کلیو پراختیا وزارت د مرستیال په توګه، مولوي عتیق الله عزیزي د اطلاعات او کولتور وزارت د مرستیال په توګه، ملا سعدالدین اخند د ګرځندوی معین په توګه ، مولوي احمد طه د سرحداتو وزارت د تفتیش د مرستیال په توګه، حافظ محمد امین د ښارجوړولو وزارت د مالي او اداري مرستیال په توګه، مولوي عبدالرحمن حقاني د سرحدونو او قبایلو وزارت د مسلکي مرستیال په توګه، شیخ سید رسول د پلټنې عالي ادارې د مشر په توګه، حافظ مولوي حسیب الله حامد د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري مرستیال په توګه او مولوي عطاوالله عمري د ملي دفاع وزارت د ټیکنالوژۍ او لوجستیک د مرستیال په توګه مقرر شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، دغه راز مولوی محمد قاسم فرید د ملي دفاع وزارت د پلان او پالیسۍ د مرستیال په توګه، مولوي عبدالعلی جهادیار د دملي دفاع وزارت د ساختماني چارو د مرستیال په توګه، حاجي مالې خان د ملي دفاع وزارت د مسلحو قواوو د لوی درستیز د مرستیال په توګه، امیرخان حقاني د ۲۰۹ الفتح قول اردو د قومندان په توګه، ملا عبدالمنان اخند د ۲۰۹ الفتح قول اردو د مرستیال په توګه، ملا باري ګل اخند د ۲۰۵ البدر قول اردو د رئیس ارکان په توګه، ملا عبدالرزاق اخند د ۲۰۷ الفاروق قول اردود رئيس ارکان په توګه، مولوي حزب الله د ۲۰۳ قول اردو د رئیس ارکان په توګه، مولوی ګل محمد د جوزجان ولایت د والي د مرستیال په توګه، مفتي شاولي د جنوب لویدیځ زون د تمیز ریاست د مدني دیوان د مفتي په توګه، مولوي غلام حضرت د ارزګان ولایت د مرافعه محکمې د جنوب لویديځ زون د تمیز ریاست د نظامي منسوبینو د دیوان د رئيس په توګه، مولوي سخیداد د ارزګان ولایت د مرافعه محکمې د رئيس په توګه ، مولوي عبدالمنان قانع د جنوب لویدیځ زون د تمیز ریاست د تفتیش د رئيس په توګه، قاضي محمد صادق د جنوب لویديځ زون د تمیز ریاست د تعلیماتو د استاد په توګه ، شیخ مولوي عبدالرحیم د زابل ولایت د مرافعه محکمې د رئيس په توګه او مولوي عبدالودود د زابل ولایت د مرافعه محکمې د جزاء د دیوان د رئيس په توګه مقرر شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP