کابل (پژواک ۱۳ کب ۱۴۰۰): د کابل امنیه قومندانۍ مسوولین وایي چې د دویمې امنيتي حوزې له مربوطاتو څخه يې ۷ هاموې ټانکونه ترلاسه کړي دي.
د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر خپلې ټويټرپاڼه لیکلي چې دغه ټانکونه نن (جمعه) د کابل ښار د دویمې امنيتي حوزې په یوه سيمه کې ترلاسه شوي دي.
ده زياته کړه، دغه وسايل امنيتي ځواکونه د تصفيوي عملیاتو په بهیر کې له يوه کور پيدا کړي دي.
د سرپرست حکومت امنيتي ځواکونو ۷ ورځې مخکې په کابل او څو نورو ولايتونو کې تصفيوي عمليات پيل کړل او تر اوسه لا دوام لري.
د حکومت وياند ذبیح الله مجاهد، پرون د اعلاميې په خپرولو سره له خلکو وغوښتل چې دولتي وسايل دې په خپله خوښه حکومت ته تسليم کړي.
هغه زیاته کړه، که دا کار وشي، نو کور په کور تالاشي لړۍ به ورسره هم پای ته ورسيږي.
Views: 1098
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن