ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مجاهد: کونړ کې دوژل شوي ځوان قاتل ونیول شو

مجاهد: کونړ کې دوژل شوي ځوان قاتل ونیول شو

author avatar
5 Mar 2022 - 00:22
مجاهد: کونړ کې دوژل شوي ځوان قاتل ونیول شو
author avatar
5 Mar 2022 - 00:22
کابل (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۰) : د سرپرست حکومت ویاند وایي چې امنیتي مسوولینو هغه قاتل نیولی چې په کونړولایت کې یې یو ځوان وژلی و.
ځايي سرچينې وايي، چې طالبانو دوه ورځې مخکې د کونړ ولایت په شيګل ولسوالۍ کې د واده د ورا په موټر له دې امله ډزې کړي، چې موسیقي پکې چالانه وه.
عيني شاهدان وايي، چې په ډزو کې د واده د هلک ورور وژل شوی او دوه تنه نور ټپيان شوي وو. دغې پیښې د خلکو کلک غبرګونونه راپارولي وو.
بلخوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د کب په ۱۴مه، پخپل ټویټر پاڼه کې لیکلي چې د یادې پيښې قاتل نیول شوی دی.
هغه زیاته کړې چې د کونړ امنیه قوماندان د وژل شوي هلک کورنۍ سره لیدلي او  ورسره یې مرسته کړې ده.
د مجاهد په وینا، اوس د مقتول کورنۍ پورې تړاو لري چې له قاتل سره روغه کوي او که شرعي محکمه.

Views: 1917

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.