ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لوګر کې یوه کس خپله مور وژلې ده

په لوګر کې یوه کس خپله مور وژلې ده

author avatar
6 Mar 2022 - 10:57
په لوګر کې یوه کس خپله مور وژلې ده
author avatar
6 Mar 2022 - 10:57

پل علم (پژواک، ۱۵ کب ۱۴۰۰): د لوګر سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې یوه کس له خپلې مور سره لفظي شخړه کړې او وروسته یې وژلې ده.

دغه پېښه تېره ورځ د خروار ولسوالۍ په پنج پای سیمه کې شوې ده.

د لوګر امنیې قوماندانۍ ویاند احمدالله انس پژواک خبري اژانس ته وویل، د خروار ولسوالۍ د پنج پای یوه اوسېدونکي د کورني تاوتریخوالي له امله له خپلې مېرمنې او مور سره لفظي شخړه کړې او وروسته یې خپله مور په لرګي وهلې او وژلې ده.

دی وايي، امنیتي ځواکونو یاد کس نیولی چې د څېړنو له بشپړولو وروسته به یې دوسیه عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

د خروار ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالرحمن پژواک خبري اژانس ته وویل، دا پېښه د کورنیو ستونزو له امله شوې ده.

هغه زیاته کړه، اړوندې ادارې باید دا موضوع دقیقه وڅېړي او قاتل ته له قانون سره سمه سزا ورکړي.

خروار ولسوالي د مرکز پل عم سوېل ته په ۴۵ کیلومترۍ کې پرته ده چې ډېری خلک یې له زده کړو بې برخې دي او تر ډېره پخواني دودونه او رواجونه په کې حاکم دي.

Views: 1333

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.