Language

متقي: هڅه کوو په بهر کې د مېشت افغانانو له وړتیاوو د هېواد په پرمختګ کې ګټه واخلو

کابل (پژواک، ۱۵ کب ۱۴۰۰): د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وایي، حکومت هڅه کوي چې افغانستان د سیمې د اقتصاد او اتصال پر مرکز بدل شي او د بهر مېشتو افغانانو له وړتیاوو د هېواد د لا پرمختګ لپاره ګټه واخلي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په بهر کې له مېشت افغان متخصصینو، سوداګرو او د اسلامي دعوت ټولنو یو شمېر مېرمنو له غړو سره  وکتل.

سرچينې لیکلي چې په دې غونډه کې د هېواد په سیاسي او اقتصادي وضعیت، تعلیمي بهیر، د بهر مېشت افغان کادرونو له وړتیاوو څخه د لازمې ګټې اخيستنې، له نوي حکومت سره د راغلو مثبتو تحولاتو پر اهمیت او حفاظت خبرې وشوې.

خبرپاڼه کې راغلي: «د اسلامي دعوت ټولنو غړو مېرمنو د نوي اسلامي حکومت تګلاره او کړنلاره د افغان مېرمنو د حق برپا کول وبلل او د اسلامي نظام د راتګ لپاره یې ورکول شوې قربانۍ نه هېرېدونکې وبللې او ژمنه یې وکړه چې د اسلامي دعوت له لارې به د ټولنې د اصلاح لپاره هلې ځلې کوي.»

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په دې ناسته کې ویلي چې نوی حکومت په دې هڅه کې دی چې څرنګه وکولای شي هېواد پر ځان بسیا، له احتیاجه وژغورل  او د سیمې د اقتصاد او اتصال پر مرکز بدل شي.

هغه ویلي چې نوی حکومت هڅه کوي چې د بهر مېشتو افغانانو له وړتیاوو د هېواد د لا پرمختګ لپاره استفاده وکړي.

Related Topics