Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې د دوو کورنیو ترمنځ دښمني په دوستۍ بدله شوه

جلال اباد (پژواک ۱۵ کب ۱۴۰۰): د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ او د کونړ ولایت د اوسیدونکو دوو کورنیو تر منځ یوه  ۵ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه.

دا لانجه د شیرزادو ولسوالۍ د اوسیدونکي حاجي لعل بیګ او د کونړ ولایت اوسیدونکو حاجي محمد او پهلوان د کورنیو ترمنځ را منځ ته شوې وه.
دغې دښمنۍ ته د پخوانۍ ولسي جرګې د غړي فریدون خان مومند او یو شمېر نورو مشرانو په منځګړتوب د پای ټکی کېښودل شوه.
قومي مشر او د یادې جرګې غړي ملک حسن کمالزي وویل، دواړو لورو یو بل ته بخښنه وکړل او ژمنه وشوه، چې راتلونکې کې د ورورۍ په فضاء کې ژوند تیروي او د پریکړې ماتونکي لوری به پنځوس لکه افغانۍ جریمه پرې کوي.
د جرګې یو تن بل غړي مولوي توکل وویل، هیواد کې د سولې فضاء قایمه شوې، چې باید کورنۍ او سیمه ییزې شخړې هم د مشرانو په منځګړتوب حل شي.
د دواړو کورنیو غړي هم د جرګې د پریکړې څخه خوښي څرګندوي، چې د روغې جوړې او مشرانو په منځګړتوب یې دښمني بېرته په ورورۍ بدله شوه.
دوی په نورو هغو هېوادوالو، چې د دا ډول ستونزو سره لاس او ګریوان دي د روغې جوړې غږ وکړ.
د یادولو ده، چې تیره میاشت هم ننګرهار کې د هغو دوو کورنیو تر منځ روغه وشوه، چې د دښمنۍ پر مهال د دواړو لورو شل تنه وژل شوي وو.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.