ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“افغانستان په ۲۰۲۱ کال کې هم له ترهګرۍ د اغېزمنو هېوادونو د نوملړ په سر کې دی”

“افغانستان په ۲۰۲۱ کال کې هم له ترهګرۍ د اغېزمنو هېوادونو د نوملړ په سر کې دی”

کابل (پژواک، ۱۶ کب ۱۴۰۰): یو راپور ښيي چې افغانستان په ۲۰۲۱ کال کې هم له ترهګرۍ د اغېزمنو هېوادونو د نوملړ په سر کې دی؛ خو افغان چارواکي وایي، اوس په افغانستان کې کومه ستره ستونزه نشته او ټول خطرات له منځه وړل شوي.

یاد راپور د ترهګرۍ نړیوالې ډلبندۍ (Global Terrorism Index) خپور کړی دی. دغه موسسه د اقتصاد او سولې اړوند غير حزبي موسسه ده چې له تېرو نهو کلونو راهيسې هر کال، له ترهګرۍ د اغېزمنو هېوادونو نوملړ خپروي.

سرچینه لیکي چې په راپور کې د پېښو، وژل شوو او  ټپيانو شمېر او زيانونو ته پام، له ترهګرۍ زیانمن هېوادونه په ګوته شوي دي.

د راپور له مخې، په تېر ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې ۸۳۷ پېښې شوې چې له امله يې ۱۴۲۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړی، ۲۱۹۹ تنه ټپيان شوي او د يرغمل نيونې ۹۱ پېښې هم ثبت شوې دي.

په راپور کې راغلي، په ۲۰۲۱ کال کې د نړۍ په کچه ۵۲۲۶ ترهګريزو بريدونه شوي چې شل سلنه یې په افغانستان کې دي.

سرچينه ليکي، په ۲۰۲۱ کال تر ټولو خونړی بريد د کابل په هوايي ډګر کې د «تخليې» پر مهال وو چې په کې ۱۸۰ کسان ووژل شول او تر ۲۰۰ ډېر نور ټپيان شول؛ د یاد بريد مسووليت داعش ډلې پر غاړه اخيستی و.

د راپورونو له مخې، یاد برید د وږي په څلورمه د کابل هوایي ډګر د ایبي په نوم دروازه کې وشو.

د افغانستان د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا مهال په افغانستان کې جګړه نشته او دغه بنسټونه چې د تروریزم کومه اصطلاح کاروي، اصلاً په افغانستان کې نشته.

دی زياتوي: «پر افغانستان د امريکا د اشغال جګړه پای ته رسېدلې، د افغانستان خلکو له خپل هېواده دفاع کوله او دا حق لري چې له خپلې خاورې دفاع وکړي. اوس چې د داعش په نوم کوم کسان د افغانستان اسلامي امارت پر وړاندې په مخاصمه کې دي، د هغو مخه هم نیول شوې، دا مهال په افغانستان کې کومه ستره ستونزه نشته او ټول خطرات له منځه وړل شوي دي.»

په افغانستان کې وروسته له هغه جګړه پای ته ورسېده چې د روان کال په زمري میاشت کې تېر حکومت له منځه ولاړ او ځای یې اوسني سرپرست حکومت ونیو.

Views: 37

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.