Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په غزني کې د چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي

غزني ښار (پژواک، ۱۷ کب ۱۴۰۰) : په غزني ولایت کې دیوې چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.

د غزني د امنیه قوماندانۍ ویاند سیداسحاق صالح  پژواک اژانس ته وویل چې پيښه نن مازیګر د غزني ښار اړونده د قره باغي په سیمه کې رامنځته شوې وه.

هغه زیاته کړه، څلورو ماشومانو پر ناچاودیدلې مرمۍ لوبې کولې چې ناڅاپه پرې چاودېدلې چې له امله یې درې ماشومان وژل شوي او یو ټپي شوی دی.

صالح وایې چې ټپي شوی ماشوم د غزني روغتون ته وړل شوی او روغتیایې حالت یې ښه دی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.