Language

په ټوله نړۍ کې د کرونا له امله د مړو شویو کسانو شمېره له ۶ میلیونو واوښته

کابل (پژواک، ۱۷ کب ۱۴۰۰) : د امریکا د متحدو ایالتونو کې د جانس هاپکینز د کروناویروس د منابعو مرکز وايي چې د کرونا ویروس له کبله په ټوله نړۍ کې د مړه شویو انسانانو شمېر تر شپږ میلیون واوښت.

د دغه مرکز په رسمي ویبسایټ کې لیکل شوي دي چې د دوشنبې تر سهاره پورې په نړۍ کې د دغه ویروس له «۶۰۰۰۹۳۶» مړه شوي‌ دي.‌ دا شمېره شېبه په شېبه بدلېږي.

دامریګا غږ د راپور له مخې، د نورو هېوادونو په پرتله د کرونا ویروس د امریکا په متحدو ایالتونو کې ډېر کسان مړه کړي چې شمېره یې نژدې ۵۹۰زرو ته رسیږي.

د جانس هاپکینز د کروناویروس د منابعو د مرکز د معلوماتو په اساس دا مهال په نړۍ کې څه باندې ۴۴.۶ میلیون انسانان په دغه ویروس اخته شوي‌دي.

سره له دې چې د کرونا ویروس ضد واکسینونه هم وتلي ‌او میلیونونه کسان واکسین شوي دي،‌ خو د دغه ویروس له خپرېدو راهېسې نژدې درې کاله کېږي.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ په ډسمبر کې د چین د ووهان په ایالت کې پیدا او ډېر ژر نورې نړۍ ته خپور شو چې ورسره کارونه او ژوند چارې ګډوډې شوې.

خو د ویروس له تولید وروسته د ډاکټرانو په وینا د کرونا له کبله د مړینې کچه پام وړ کمه شوې ده او ژوند هم د امریکا په ګډون د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې عادي حالت ته ګرځېدلی او د کرونا له کبله لګول شوي‌ بندیزونه هم یا ختم شوي‌او یا مخ په ختمېدو دي.

خو دا معلومه نه ده چې دا ویروس به تر کومه وي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.