کابل (پژواک، ۱۷ کب ۱۴۰۰): د خپرو شوو راپورونو پر اساس، د روسیې دفاع وزارت د اوکراین په پنځو ښارونو کې د ملکي وګړو د تخلیې لپاره د لنډمهال اوربند خبر ورکړی دی.
یو شمېر رسنیو د روسیې د دفاع وزارت په حواله راپور ورکړی چې دغه وزارت نن (سه شنبې، د مارچ اتمه) د اوکراین پلازمېنې کیف په ګډون په پنځو ښارونو کې د ملکي وګړو د تخلیې په موخه د لنډمهال اوربند خبر ورکړی دی.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی چې د اوکراین په کییف، خارکیف، چرنیګیف، سومي او ماریوپول ښارونونو کې د مسکو پر وخت د نن سهار له ۱۰ بجو وروسته لنډمهالی اوربند عملي شوی دی.
د روسیې دفاع وزارت په یوه بیانیه کې ویلي: ((روسي لوری د اوکراین له ګډون پرته تر اوسه توانېدلی چې ۱۷۳۷۷۳ کسان د لوهانسک او دونتسک خلق جمهوریتونو د ځانګړو نظامي عملیاتو له سیمو څخه روسیې ته انتقال کړي، له دې ډلې ۴۴۱۸۷ ماشومان دي.))
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ اوربند ته د رسېدو په موخه د لهستان، اوکراین او بلاروس پولې ته څېرمه برست ښار په مربوطاتو کې د لوویسک جنګي سیمه کې د روسیې او اوکراین د پلاوو ترمنځ د خبرو دویم پړاو ترسره شو.
په دې خبرو کې دواړو لورو د لنډمهال اوربند او بشردوستانه «کریدور» پر رامنځته کېدو هوکړې ته رسېدلي دي.
له دې مخکې د روسیې او اوکراین د پلاوو ترمنځ د خبرو لومړی پړاو د روان کال د فبرورۍ په ۲۸مه د اوکراین پولې ته څېرمه په ګومل سیمه کې ترسره شو او پنځه ساعته وخت یې ونیو.
په ورته وخت کې دویم پړاو خبرې د مارچ په درېیمه له بلاروس سره پر پوله په برست کې ترسره شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP