غزني (پژواک، ۱۸ کب ۱۴۰۰): د غزني امنيه قومانداني وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې یې د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۹۰ کسان نیولي دي.
د امنیې قوماندانۍ ویاند سید اسحاق صالح پژواک خبري اژانس ته وویل چې له یاد شمېر کسانو پنځه د انسان تښتونې، ۴۰ د غلاوو او پاتې نور د اخلاقي فساد، جعلکارۍ او نورو جرمونو په تور نیول شوي دي.
هغه زیاته کړه، د ډېرو دغو نیول شوو کسانو دوسیې بشپړې شوې او د لا ډېرو څېړنو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته استول شوي دي.
نوموړي ډاډ ورکړل چې نیول شوي کسان به له قانون سره سمه سزا ویني.
ده دا هم وویل چې د دغو کسانو له نیول کېدو سره د تښتونو، غلاوو او جعلکارۍ پېښې کمې شوې خو هڅه کوي صفر کچې ته یې ټیټې کړي.
دی وايي: ((په سازمان شوو غلاوو کې ښکېل کسان ټول نیول شوي، اوس چې یوه نیمه غلا کېږي، نو نشه یان په کې ښکېل دي چې د هغو د مخنیوي لپاره هم ګامونه اخیستل شوي دي.))
د غزني ښار اوسېدونکي د امنیې قوماندانۍ د دغه ګام ستاینه کوي خو غوښتنه کوي چې مجرمان باید سزا وویني.
د غزني ښار اوسېدونکي وحدت الله پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېر حکومت کې هم مجرمان نیول کېدل خو سزا نه ورکول کېدله او یا د پیسو او واسطې په بدل کې خوشې کېدل.
دی زیاتوي، له نوي حکومته د خلکو غوښتنه دا ده چې غلو او نورو مجرمانو ته قانوني سزا ورکړي څو د جرمونو کچه ټیټه شي.
د غزني امنیه قومانداني په داسې حال کې د لسګونو کسانو د نیول کېدو خبره کوي چې په دې وروستیو کې خلکو د غلاوو له ډېروالي او تښتونو شکایتونه کول.
Views: 32
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن