ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان په مرکز پلخمري کې یو مړی موندل شوی

د بغلان په مرکز پلخمري کې یو مړی موندل شوی

author avatar
9 Mar 2022 - 18:06
د بغلان په مرکز پلخمري کې یو مړی موندل شوی
author avatar
9 Mar 2022 - 18:06

پلخمري (پژواک، ۱۸ کب ۱۴۰۰): د بغلان امنيتي مسوولین وايي چې د دغه ولايت په مرکز پلخمري کې یو کس وژل شوی او دغه راز د پلخمري اړوند کرکر سیمه یو مړی هم موندل شوی دی.

د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد ادریس شېرزاد د کب په ۱۸مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دوه ورځې مخکې د بغلان د مرکز اړوند په بالادوري سیمه کې د عبدالله په نوم یو کس په تېروتنه د خپل ټوپک پر ډز وژل شوی دی.

ده زياته کړه، د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، عبدالله خپل ټوپک پاکاوه چې په تېروتنه ترې فیر شوی، مرمۍ یې پر ځان لګېدلې وه، لومړی ټپي و خو نن ساه ورکړې ده.

خو د عبدالله نږدې خپلوان وایي، عبدالله وړمه شپه ماخوستن له لمانځه وروسته ناپېژاندو وسله والو په خپل کور کې پر ډزو ویشتلی دی.

د وژل شوي کورنۍ ته نږدې کس چې نه غواړي نوم یې خپور شي، پژواک ته وویل، د عبدالله مېرمنې ورته ویلي چې وړمه شپه یې ناپېژاندو وسله والو پر خاوند ډزې وکړې، خاوند یې سخت ټپي شو خو نن یې په روغتون کې ساه ورکړه.

بلخوا د بغلان ولایت د عامې روغتیا ریاست ویاند عبدالله ملنګ وایي، د پلخمري ښار له کرکر سیمې یو ملکي روغتون ته وروړل شوی دی.

د ده په خبره، د مړي د غاړې په برخه کې له نښو څرګندېږي چې دغه کس زندۍ شوی دی .

هغه وایي، دغه موندل شوی مړی له تېرو دوو ورځو راهیسې په ملکي روغتون کې دی او تر اوسه یې خپلوان هم نه دي پیدا شوي.

بايد وویل شي چې دوه اوونۍ مخکې هم د بغلان په ده صلاح ولسوالۍ کې یو ډاکټر وژل شوی و.

Views: 18

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.