کابل (پژواک، ۱۸ کب ۱۴۰۰): د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان وایي، د یاد سازمان په بودجه کې چې د افغانستان لپاره تصویبېږي، پر بشري مرستو، د نیمګړو پروژو پر بشپړولو او اوږدمهاله پروژو به متمرکزې وي.
د افغانستان اقتصاد وزارت پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې تېره ورځ د اقتصاد سرپرست وزیر قاري دین محمد حنیف د افغانستان لپاره د یاد سازمان له ځانګړي استازي او د اسلامي هېوادونو همکاریو سازمان له مرستیال طارق علي بخیت سره ولیدل.
سرچینې لیکلي چې په یاده لیدنه کې علي بخیت له افغانستان سره د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان پر همکارۍ ټینګار وکړ او ویې ویل، یاد سازمان د افغانستان له خلکو سره د مرستو په اړه کې د یوې مشخصې پالیسۍ درلودونکی دی.
علي بخیت ویلي: «د یاد سازمان په بودجه کې چې په نږدې راتلونکي کې د افغانستان لپاره تصویبېږي، پر درېیو اساسي ټکو به متمرکزه وي، په لومړي قدم کې به په هېواد کې پر بشري او انساني مرستو، د نا بشپړو پروژو پر بشپړولو، درېیم به پر اوږدمهالو او عام المنفعه پروژو متمرکزې وي.
د هغه په خبره، د یاد سازمان غړي هېوادونه، لکه کویټ، امارات او قطر ژمن دي چې په دې حساسو شرایطو کې د افغانستان له خلکو سره همکار و اوسي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP