ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان خلک په روغتیايي مرکزونو کې د درملو له نشتوالي شکایت کوي

د اروزګان خلک په روغتیايي مرکزونو کې د درملو له نشتوالي شکایت کوي

author avatar
9 Mar 2022 - 17:57
د اروزګان خلک په روغتیايي مرکزونو کې د درملو له نشتوالي شکایت کوي
author avatar
9 Mar 2022 - 17:57

ترینکوټ (پژواک، ۱۸ کب ۱۴۰۰): د اروزګان اوسېدونکي وايي، د دغه ولایت په روغتیايي مرکزونو کې درمل او طبي وسایل خلاص شوي او ډاکټران ناروغان اړباسي چې درمل او د اړتیا وړ نور توکي له بازاره وپېري.

هغوی له دغه وضعیته شکایت کوي او زیاتوي چې خلک ډېر بېوزلي دي او د دې توان نه لري چې درمل او نور توکي له بازاره واخلي.

د مرکز ترینکوټ یوه اوسېدونکي نقیب الله پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې وروستیو کې ولایتي روغتون ته تلونکی هر ناروغ اړ دی چې د اړتیا وړ درمل په بازار کې له درملتونونو په پیسو واخلي.

هغه زیاته کړه، یاد روغتون د درملو ترڅنګ د طبي وسایلو له کمښت سره هم مخ دی او د پانسمان پر مهال ناروغان اړباسي چې ټېنر، بنداژ، پنبه او نور اړین توکي له بازاره وپېري.

دی وايي، دا چې په دې وروستیو کې اقتصادي وضعیت خراب شوی، ډېر خلک دا توان نه لري چې درمل او نور توکي له بازاره واخلي او همدا د دې لامل کېږي بېوزلي ناروغان له درملنې پاتې شي.

د مرکز ترینکوټ ترڅنګ د ولسوالیو روغتیايي مرکزونو هم له ورته حالت سره مخ دي.

د دغه ولایت د خاص اروزګان ولسوالۍ یوه اوسېدونکي معلم خیر محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، له یوې خوا په دې ولسوالي کې روغتیايي مرکزونه کم دي او بل همدا کم مرکزونه د درملو او وسایلو له نشتوالي سره مخ دي.

هغه زیاتوي، دا ستونزه د دې لامل شوې ده چې د ناروغانو سمه درملنه ونه شي.

نوموړی له حکومت او مرستندویه ادارو غوښتنه کوي چې د دغه ولایت روغتیايي مرکزونه اکمال او تجهیز کړي څو خلکو ته غوره روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

له خلکو او ناروغانو ورها خوا په خپله ډاکټران هم په روغتیايي مرکزونو کې د درملو او نورو طبي وسایلو له نشتوالي شکایت کوي او وايي، دې ستونزې د هغوی کارونه له خنډ سره مخ کړي دي.

د اروزګان ولایتي روغتون یوه ډاکټر چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، پژواک ته وویل، د درملو او نورو اړینو طبي وسایلو د نشتوالي له امله اړ شوي څو له ناروغانو وغواړي چې درمل او نور د اړتیا وړ طبي توکي له بازاره واخلي.

هغه زیاته کړه، دوی اړ دي له ناروغانو دا ډول غوښتنه وکړي؛ ځکه ډېر مهال د روغتون د درملو سټاک تش وي.

دی وايي، دردوونکې دا ده چې ډېر مهال روغتون ته داسې ناروغان مراجعه کوي چې اقتصاد یې لوېدلی وي او د درملو پېرلو توان نه لري.

روغتیايي مسوولین دا ستونزې مني خو وايي، دا ستونزه له تېرو کلونو پاتې ده.

هغوی خبر ورکوي چې په یوه تازه ګام کې یې د دغه ولایت د مرکز ترینکوټ او ولسوالیو د روغتیايي مرکزونو د اړتیاوو پوره کولو لړۍ پيل کړې ده.

په اروزګان کې د روغتیايي چارو تمویلوونکې ادارې (Move) ولایتي مسوول فدالله ناصري پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت د ۵۶ روغتیايي مرکزونو لپاره د څه باندې ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت درمل، طبي او غیر طبي وسایل او د اړتیا وړ نور توکي پېرلي چې ژر به تر ټولو مرکزونو ورسول شي.

هغه زیاته کړه، د ۱۱،۹ میلیونه افغانیو په ارزښت طبي او غیر طبي وسایل او د څه باندې ۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت درمل اخیستل شوي دي.

په طبي توکو کې د عملیات خونې، نسايي ولادي او ماشومانو څانګې لپاره د اکسېجن ډبو په ګډون لسګونه قلمه نور توکي او په غیر طبي توکو کې د روغتیايي مرکزونو لپاره مېزونه، څوکۍ، المارۍ او نور شامل دي.

ناصري هیله وښوده چې د دغو توکو په ورکړې سره به د روغتیايي مرکزونو اړتیاوې پوره شي او ناروغانو ته به د درملنې ښه امکانات برابري شي.

Views: 17

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.